د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د ترکيي د حملو په اړه د افغان لوړ پوړو چارواکو غبرګون


د افغانستان ولسمشر او اجراییه رییس وايي، اړتیا د دې ده چې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د اغېزناکې همکارۍ فضا رامنځته شي.

جمهور رییس غني د سیمې او نړۍ لپاره ترورېزم غټ ګواښ ګڼلی او یو ځل بیا یې د هغې په وړاندې د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، د جمهور رییس غني له قوله راغلي چې افغانان تر ټولو ډېر د ترکیې خلکو درد او غم درک کوي، ځکه د هغه په وینا افغانان د څو کلونو راهیسې د تروریستي حملو قربانیان دي.

د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې د چهارشنبې شپې په درېیو پرله پسې انتحاري حملو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي.

ترکي چارواکو ویلي درې حمله کوونکي د ټکسي په واسطه هوايي ډګر ته راغله او هوايي ډګر ته د ننوتو په دروازه کې یې درې واړو پر ځان پورې چاودیدونکي مواد وچوول.

د ترکيي صدراعظم بن علي یلدریم وویل، فکر کیږي چې دا حملې به د داعش ډلې له خوا ترسره شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې ترکیه څو ځله د انتحاري او چاودیدونکو حملو شاهده پاتې شوي ده.

له دې پېښې شل ورځې وړاندې د ترکیې، سوریې او استانبول تر منځ په پولو کې انتحاري او انفجاري حملو شپاړلس کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپي کړي دي.

په دې وروستیو کې نه یوازې ترکیه بلکې د نړۍ ځيني نور هېوادونه هم د داسې حملو څخه خوندي نه دي پاتې شوي.

په روانه میلادي میاشت کې د عمر متین په نوم یوه ځوان چې د داعش ډلې څخه یې ملاتړ اعلان کړی وه د امریکا په فلوریډا ایالات کې د همجنسبازانو په یوه کلب د حملې په ترڅ کې پنځوس کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

عمر متین په فلوریډا ایالت کې ۵۰کسان په ډزو ووژل
عمر متین په فلوریډا ایالت کې ۵۰کسان په ډزو ووژل

درې میاشتې وړاندې وسله والو کسانو په بلجیم کې ۳۲ کسان ووژل او اته میاشتې مخکې بیا ورته حملو چې په فرانسه کې ترسره شوې ۱۳۰ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

په ورته وخت کې د افغانستان اجرییه رییس وايي چې ترهګرۍ نه یوازې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه متاثر کړي، بلکې ټوله نړۍ یې له ستونزې سره مخ کړي ده.

د اجرییه ریاست په اعلامیه کې راغلي چې عبدالله عبدالله ټينګار کړی تر څو په نړیواله کچه د ترورېزم سره چټکه او اغیزناکه مبارزه وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي چې حکومت او د دغه هېواد خلک په دې باور دي چې ترورېزم د ټول بشریت لپاره ستر ګواښ دی او ورڅخه سیاسي استفاده مردوده ده.

د سیمې او سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې نړیوال باید د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د افغان مشرانو غږ واوري او په دې برخه کې ریښتیني مرسته وکړي.

له دې ډلې یې محمد حکیم تورسن ازادي راډيو ته وویل چې افغانانو د ترورېزم په وړاندې تر ټولو ډيره قرباني ورکړې ده:

"د افغانستان دولتي چارواکو تل ویلي چې د ترورېزم ریښې په افغانستان کې نه دي، نو ځکه بیا هم هیله کیږي چې ټوله نړۍ د جمهور ریس غني او نورو مشرانو غږ ته لبیک ووايي، ځکه چې افغانستان تر ټولو ډېره د ترورېزم څخه غم او زیان وړي، موږ شاهدان یو چې هره ورځ بې ګناه ملکي کسان وژل کیږي."

ښاغلی تورسن وايي چې نړۍ باید په نورو هېوادونو کې د تروریستانو مرکزونه نابود او د هغوی په تمویلونکو فشار راوړي.

هغه ټينګار کوي چې افغان مشران باید د اړتیا سره سم د وارسا په غونډه کې چې په څو راتلونکو ورځو کې جوړیدونکي ده له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړي چې د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته هڅې ډيرې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG