د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ګیلاني: القاعده شبکې پاکستاني طالبانو ته سپارلی وم


د پاکستان د پخواني صدراعظم سید یوسف رضاګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني چې درې کاله یې د وسله والو په برمته کې تېر کړل، وايي چې د القاعده شبکې پاکستاني طالبانو ته سپارلی و.

علي حیدر ګیلاني له "بي بي سي" سره په ځانګړي مرکه کې پرون سه شنبې ویلي چې د القاعده وسله والو پاکستاني طالبان د ځان په پرتله په امن کې ګڼل او له دې امله یې دی هغوی ته سپارلی و.

علي حیدرګیلاني ویلي چې هغه په پاکستان کې د القاعده شبکې وسله والو برمته کړی خو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو له زیاتېدو سره یې پاکستاني طالبانوته سپارلی و.

علي حیدرګیلاني ویلي چې هغه په پاکستان کې د القاعده شبکې وسله والو برمته کړی
علي حیدرګیلاني ویلي چې هغه په پاکستان کې د القاعده شبکې وسله والو برمته کړی

علي حیدرګیلاني زیاته کړه:

"زه اصلاً، له اولې ورځې د القاعده شبکې هدف وم. القاعده زه د روان کال د جنورۍ په ۱۵مه د یوې بې پيلوټه الوتکې تر حملې وروسته، پاکستاني طالبانو ته وسپارلم ځکه د القاعده د وسله والوپه باور، له پاکستاني طالبانو سره زما د خونديتوب امکان ډېر و."

علي حیدرګیلاني د ۲۰۱۳میلادي کال په مې میاشت کې د ملتان په فرخ ټاون سیمه کې د پاکستان پيپلزګوند لپاره په تبلیغاتي غونډه کې ترګډون وروسته، وتښتول شو.

دی د پنجاب صوبايي اسامبلې ته د پيپلزګوند له کاندیدانو و.

علي حیدرګیلاني ویلي چې دوه کاله په ځنځیرونو تړلی او په داسې توره خونه کې پروت و چې د لمر وړانګه نه ور لوېده.

علي حیدر ګیلاني د روان ۲۰۱۶میلادي کال په مې میاشت کې په غزني کې د امریکايي او افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ازاد شو.

علي حیدر ګیلاني د امریکايي او افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ازاد شو.
علي حیدر ګیلاني د امریکايي او افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ازاد شو.

ګیلاني ویلي چې تښتونکو ته یې په غزني کې د امریکايي ځواکونو د حملې له امکانه هم خبر ور رسیدلی و.

علي حیدرګیلاني وايي:

"زما برمته کوونکو معلومات درلودل چې امریکايي ځواکونه پر هغه سیمه چې زه یې ساتلم، حمله کوي. هغوی ماته وویل چې له سیمې باید وتښتي. موږ درې یا څلور ساعته پیاده تګ وکړ او ناڅاپي، د هليکوپټرو ږغ شو. یو څو ډزې هم وشوې او زه پر ځمکه ولوېدم. وروسته بیا یو څوک راغی او ماته یې وویل چې خپل کمیس وباسم او ځان معرفي کړم. ما ورته وویل چې د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی یم. حمله په اصل کې پرالقاعده وه نه پر پاکستاني طالبانو خو زه بختور وم چې د حملې پر وخت هلته وم. وسله والو ماته وویل چې کورته زما د تګ وخت دی."

علي حیدر ګیلاني له بي بي سي ټلویزیون سره دا مرکه په ناڅرګند ځاې کړې ده.

د هغه د میشتې ځای لاهم پټ ساتل شوی دی.

XS
SM
MD
LG