د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

کډوالو د اروپايي ټولنې مشرانو ترمنځ د نظر اختلافات رامنځته کړی


سږ او تېر کال اروپا ته د ځمکې او اوبو له لارې غير قانوني پناه غوښتونکو او کډوالو بحران رامنځته کړی.

دغې ستونزې د اروپايي اتحاديې هېوادونو د مشرانو تر منځ د نظر اختلافات رامنځته کړي دي.

او تر اوسه له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو یو لامل همدا د پناه غوښتونکو بحران بلل کېږي.

اروپايي مشران هڅې کوي چې د غير قانوني پناه غوښتونکو مخه ونيسي چې د منځني ختيځ هېوادونو، شمالي افريقا، افغانستان او پاکستان څخه له بېلا بېلو لارو اروپايي اتحاديې هېوادونو ته ځي.

د ايټالیا سمندري ځواکونو او ساحلي ساتونکو د جمعې، شنبې او يکشنبې په ورځو د ۲۶و عملیاتو په پایله کې په مدیترانې سمندرګي کې تر۳۳۰۰ زيات پناه غوښتونکي ژغورلي دي.

د مدیترانې سمندرګي کې تر ۳۳۰۰ زیات کډوال ژغورل شوي
د مدیترانې سمندرګي کې تر ۳۳۰۰ زیات کډوال ژغورل شوي

د ايټاليا د سمندري ځواکونو یوه وياند چې پرون يې د رويټرز خبري اژانس سره خبرې کولې، ويلي چې دغه کسان په ۲۵ بېړيو کې سپاره وو او د ليبيا په شمال کې وژغورل شول.

د ايټالیا د سمندري ځواکونو دغه وياند ويلي، د دغو عملیاتو پر مهال د يوه کس مړی موندل شوی او څلور نور پناه غوښتونکي چې ټپيان شوي وو، د هليکوپترو په واسطه به لمپيدوسا ټاپو کې نږدې روغتون ته انتقال شول.

د ايټاليا د کورنیو چارو وزارت ويلي، شا او خوا۶۰ زره غير قانوني پناه غوښتونکي د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ايټاليا له سمندره تېر شوي او د دغه هېواد سمندري ځواکونو يوازې د جمعې په ورځ شا او خوا دوه زره پناه غوښتونکي او کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره وايي، تېر کال تر درې زره او اووه سوه زيات کسان تر مدیترانې سمندر د تېرېدو په حالت کې ووژل شول چې غوښتل يې اروپايي اتحاديې هېوادونو ته ننوزي.

تېر کال ګڼ شمېر پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندر کې وژل شوي
تېر کال ګڼ شمېر پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندر کې وژل شوي

اروپا ته د ننوتلو لپاره پناه غوښتونکي يوه بله لاره کاروي چې له ترکيې يونان ته او له یونانه د مقدونيه او سربیا له لارې د اروپايي اتحاديې نورو هېوادونو ته ځي.

وروستي راپورونه وايي چې په يونان کې د پوليسو په جلا عملياتو کې پنځه کسان نیول شوي چې غوښتل يې ۵۳ پناه غوښتونکي د دې هېواد له شمالي سرحده په غير قانوني توګه مقدونيه ته انتقال کړي.

د يونان د پوليسو په وينا دا پناه غوښتونکي له افغانستان، پاکستان، ايران، سوريې او عراقه څخه ورغلي وو.

له بلې خوا، د سربيا دولتي تلويزیون وايي، هغه لارۍ چې ۲۹ غير قانوني کډوال يې انتقالول، په لاره کې چپه شوه چې په پايله کې د دې لارۍ ډېری سپاره ټپيان شول.

د سربيا د تلويزيون په وينا، پېښه د دې هېواد په شمال کې شوې او په روغتون کې د شپږو پناه غوښتونکو روغتیايي وضعيت ډېر خراب دی.

اروپا ته د پناه غوښتونکو بله غير قانوني لاره د روسيې له لارې ناروې او سويډن ته ده.

د سويډن پوليسو وروسته له هغه پلټنې پيل کړې چې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې يې د يوې ښځې مړی وموند.

پولیس وايي چې شواهد ښيي، دا ښځه وژل شوي او دوی د دې وژنې په تور يو کس نيولی دی او عيني شاهدان يې تر پلټنې لاندي نيولي.

XS
SM
MD
LG