د مالیې وزارت مسولین وايي چې د افغانستان د مالیې وزیر د آسیا بنسټیزې پانګونې د بانک (AIIb ) له مسوولینو وغوښتل چې په یاد بانک کې افغانستان ته غړیتوب ورکړي.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي دا غوښتنه د آسیا بنسټیزې پانګونې د بانک (AIIb ) له مشر سره په کتنه کې مطرح کړه.
په دې اړه سباوون کاکړ د مالیې وزارت له ویاند ښاغلي عبدالرحمزي سره مرکه کړې او په سر کې يي د اسیا د بنسټیزې پانګونې د بانک له مشر سره د افغانستان د مالیې د وزیر د کتنې په اړه پوښتنه کړې ده: