د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

د اروپايي ټولنې د شپږو هېوادونو مشران عاجله غونډه کوي


د بريتانيا د ټولپوښتنې نتايج پرون اعلان شول
د بريتانيا د ټولپوښتنې نتايج پرون اعلان شول

د اروپايي ټولنې شپږ موسس غړي نن د دې ټولنې پر راتلونکي برخليک غونډه او بحثونه کوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې په بريتانيا کې د وروستۍ ټولپوښتنې پروني نتايج له دې ټولنې د بريتانيا د وتلو او د بريتانيا د صدراعظم ډېوېډ کامرون د استعفى سبب شول.

د اروپايي ټولنې د دغو شپږو هېوادونو د مشرانو دا غونډه نن په جرمني کې له برلين دباندې جوړېږي، چې د جرمني، فرانسې، ايټاليا، بلجيم، هالنډ او لوکزامبورګ د بهرنيو چارو وزيران په کې برخه لري.

په پام کې ده روانه اوونۍ دغه ډول نورې غونډې هم وشي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاينماير وويل، دغه وزيران د عاجلو خبرو لپاره رارسېدلي او اروپايي ټولنه بايد د بې ثباتۍ خوا ته لاړه نه شي.

شټاينماير ډاډ څرګند کړ چې اروپايي ټولنه به له دې بلاک څخه د بريتانيا د وتلو لپاره د ترسره شوې ټولپوښتنې د ټکان له کبله زيانمنه نه شي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي د جمعې په ورځ په دې اړه په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، د امريکا او بريتانيا اړيکې به هغسې پياوړې وي:

”ځانګړې اړيکې به ځانګړې پاتې وي او ډاډه يو چې د دې ټولپوښتنې عملي کول به ورباندې اغېز ونه کړي، د امريکا متحدو ايالتونو او بريتانيا ترمنځ اړيکې به ادامه لري او د تل په څېر به پياوړې وي“

د بريتانيا د ټولپوښتنې د نتايجو تر پروني اعلان وروسته د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو د جبران لپاره په دې ټولنه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

په جرمني کې د اروپايي ټولنې د يوازې شپږو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر دې غونډه د هغو کسانو له خوا انتقاد شوى، چې ټينګار لري د دې ټولنې په ټولو غړو هېوادونو کې بايد اصلاحات راشي.

اروپايي مشران غواړي يقيني کړي چې په اقتصادي، سياسي او ټولنيز لحاظ دغه انتقال بې زيانه وي.

دوى دا څرګندونې هم کړي چې له دې ټولنې د بريتانيا تر وتلو وروسته پاتې ٢٧ غړي هېوادونه په خپلو کې يوموټي پاتې وي.

XS
SM
MD
LG