ولسمشر محمد اشرف غني په ازبکستان کې د شانګهاۍ د همکارۍ سازمان ته په خپله نننۍ وينا کې د منځنۍ اسيا هېوادونه د ټروريزم په وړاندې ګډې مبارزې ته وهڅوي.
د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسمشر غني به په خپله نننۍ وينا کې پر ځينو نورو مسايلو هم تمرکز وکړي.
ولسمشر غني به د شانګهاى د همکارۍ سازمان ته په خپله وينا کې د منځنۍ اسيا هېوادونه وهڅوي چې د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي، دوه اړخيزې او اقتصادي اړيکې پياوړې کړي او په خپلو کې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
نن د شانهګاى سازمان د دوه ورځنۍ سرمشريزې وروستۍ ورځ ده.
د شانګهاى د همکارۍ سازمان په ٢٠٠١م کال کې ايجاد شوى، چې شپږ هېوادونه چين، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان يې دايمي غړي دي، افغانستان، بېله روس، هندوستان، ايران، منګوليا او پاکستان يې څارونکي دي.
افغانستان تېر کال په دې سازمان کې د دايمي غړيتوب درخواست وړاندې کړى دى.
کارپوه محب الله شريف وايي د افغانستان دايمي غړيتوب به دغه هېواد ته زمينه برابره کړي، چې د موجوده چلنجونو په وړاندې مبارزه وکړي.
د جمهوري رياست په اعلاميو کې ويل وشي، چې ولسمشر اشرف غني پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف او د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربایف سره په کتنو کې په دې اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنو کې چې د ازبکستان د ولسمشرۍ په ودانۍ کې وشوې، د دې درې هېوادونو او افغانستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وشو.
د جمهوري رياست اعلاميې زياتوي، د افغان ولسمشر اشرف غني او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان ترمنځ لیدنه کې ښاغلي رحمان وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لار ورته ډېره مناسبه ده او په دې برخه کې یې د افغانستان د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف بیا له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې راتلونکې میاشت دغې هېواد ته سفر وکړي او د اقینې د اورګاډې د پټلۍ د پرانېستې سربېره دې د دواړو هېوادونو له سوداګرو سره هم د سوداګرۍ د پراختیا پر مسلو خبرې وکړي.
دواړو لوريو د ټاپي پروژې د کار د جریان د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او ولسمشر غني وویل، افغانستان د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پوره تیاری لري.
ارګ د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف له خولې وايي، هرات ته خپله صادراتي برېښنا زیاتوي.