د هغې ټولوپوښتنې له اعلان سره سم چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو سبب کېږي، په نړۍ کې د انګليسي پاونډو ارزښت په بې سابقه ډول راټيټ شو، خو د نړۍ د مشرانو اندېښنې ورسره لوړې شوې.
د نړۍ زيات مشران فکر کوي، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل به د نړۍ اقتصاد او د اروپايي ټولنې مالي ثبات ته زيان ورسوي.
په بريتانيا کې د وروستۍ ټولپوښتنې پر نتايجو د نړۍ بېلابېلو مشرانو عکس العملونه ښوولي دي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ټينګار وکړ، چې اروپايي ټولنه د پخوا په څېر ثابت قدمونه واخلي:
”په يوه داسې نړۍ کې چې په ګډه په کې مخ ته ځو، هېوادونو ته هم په يوازې سر د چلينجونو په وړاندې مبارزه سخته ده. اروپايي ټولنه د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي زون دى. لکه څنګه چې د نړۍ همکار پاتې شوى، هماغسې بايد اقدام وکړي، د ګلوبلايزېشن يا نړيوالتوب په تشکيل کې ونډه واخلي“
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پرېکړه دردوونکې وبلله:
”د بريتانيا خلکو د يوې ټولپوښتنې له لارې پرېکړه وکړه، چې هېواد يې له اروپايي ټولنې ووځي. دا يو دردوونکى انتخاب دى، له بريتانيا او اروپا سره په ژوره توګه خواخوږي څرګندوم. دا د دوى انتخاب دى، موږ يې بايد درناوى وکړو، خو دا کار به عواقب ولري“
د جاپان صدراعظم شينزو ابي، اندېښنه څرګنده کړه، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل به، د نړۍ اقتصاد ته زيان ورسوي:
”له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو لپاره د رايه ورکوونکو اراده په دې ټولپوښتنه کې منعکسه شوه. د اوو سترو صنعتي هېوادونو يا G-7 مشران په يوه نظر دي چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل به د نړۍ اقتصادي وده په خطر کې واچوي“
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير پاولو جينتولوني هم د جاپان صدراعظم ته ورته نظر څرګند کړ:
”د بريتانيا د خلکو دا پرېکړه، چې هېواد يې له اروپايي ټولنې ووځي، موږ يې درناوى کوو، خو له شک پرته چې يوه جدي پرېکړه ده“
خو ځينې نظريات بيا له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په پلوي دي، د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريت غوښتونکو ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ هم يو له دغو کسانو دى، ده چې په سکاټلنډ کې د ګلف سپورټ يوه ساحه پرانيستله په دې اړه لنډې خبرې وکړې:
”زه فکر کوم دا يوه لويه خبره، ستر او فوق العاده انکشاف دى“
پر دې موضوع د ايران حکومت هم عکس العمل ښوولى دى. د ايران د ولسمشر حسن روحاني سياسي مرستيال حميد ابوطالبي له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل يوه لويه زلزله بللې او په خپله شخصي ويبپاڼه کې يې ليکلي: د اروپايي ټولنې د بيرغ ستوري په لوېدو دي.
د بريتانيا خلکو پرون په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا پر پاتې کېدو، يا نه پاتې کېدو په ټولپوښتنه کې برخه واخيسته.
د دې ټولپوښتنې نتايج چې نن جمعه اعلان شول ښيي، چې ٥٢ فيصده کسانو له دې ټولنې د بريتانيا د وتلو په پلوي او ٤٨ فيصده نورو د دې پلان پر مخالفت رايه ورکړې ده.
د دغې ټولپوښتنې نتايج د دې سبب شول، چې د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون اعلان وکړي، چې درې مياشتې وروسته به استعفى کوي.
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټُسک ټينګار وکړ، چې اروپايي ټولنه به د پاتې ٢٧ غړو هېوادونو ترمنځ يووالى وساتي.