د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

کوټه کې چاودنې ٥ تنه وژلي او٣٠ يې ټپيان کړي


په کوټه کې بمي چاودنه شوې چې پينځه تنه په کې وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه په کې ټپيان شوي دي.

په چاودنه کې د ښوونځي زده کوونکو ماشومانو او مېرمنو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوليس وايي د پېښې قربانيان ټول عام خلک دي. د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

چاودنه د جمعې په غرمه د کوټې ښار په «عالمو چوک» سيمه کې د سبزيو په يوه بازار کې وشوه چې د شاوخوا ولاړو رېړيو سبزي پلورونکي او لارويان يې مړه او ټپيان کړل.

چاودنې د شاوخوا ودانيو ښېښې او ور څېرمه ولاړو موټرو او ریکشو ته هم زيان رسولى دى.

د چاودنې ځاى ته څېرمه د پېښې يو عيني شاهد وايي:

"زما نوم محمد زمان دى: چاودنه چې وشوه غوږونه مې درانه شو، چوک ته ورغلو انسانان په وينو سره پراته دي، د سکول ماشومان هم په موټرو کې پراته وو، ریکشه وانان او عام لاروان ټپيان پراته وو."

پوليس وايي، ناڅرګندو کسانو شاوخوا پينځه کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد د يوه تړلي دوکان مخته په ولاړ بايسکل پورې تړلي وو
پوليس وايي، ناڅرګندو کسانو شاوخوا پينځه کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد د يوه تړلي دوکان مخته په ولاړ بايسکل پورې تړلي وو

پوليس وايي، ناڅرګندو کسانو شاوخوا پينځه کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد د يوه تړلي دوکان مخته په ولاړ بايسکل پورې تړلي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله يې چاودلي دي چې وايي له امله يې دوه کسان ځاى پر ځاى و وژل شول او تر دېرشو زيات کسان په کې ټپيان شول چې سمدستي د کوټې دولتي روغتون ته يووړل شول.

په روغتون کې بستر دوه ټپي ماشومان د چاودنې په اړه وايي:

"نديم خان: ما رېړۍ چلوله، پالک مې خرڅول، پر پاټک ولاړ وم، ګيراک راته ولاړ وو، شپېته روپۍ مې ځنې واخيستې، دماکه [چاودنه] چې وشوه، هلته لرې يې وغورځولم بيا په ځان نه يم پوهېدلى.

-۱۱کلن ارسلان وايي، زه هم له خپلې رېړۍ سره ولاړ وم، پالک مې خرڅول چې زوروره چاودنه وشوه."

که څه هم پوليس چارواکي وايي چې په چاودنه کې درې تنه وژل شوي دي، خو د کوټې د ملکي روغتون رئيس ډاکټر عبدالرحمن مياخېل ازادي راډيو ته وويل چې روغتون ته په وروړل شوېو دېرشو کسانو کې پينځه تنه مړه شوي دي او په ټپيانو کې هم لا د څو کسانو حالت مرګونى دى:

وليس چارواکي وايي چې په چاودنه کې درې تنه وژل شوي دي
وليس چارواکي وايي چې په چاودنه کې درې تنه وژل شوي دي

"قريباً دېرش کسان يې راوړل، دوه درې کوچنيان وو يوه نجلۍ وه، د نورو عمرونه د پينځه دېرشو او څلوېښتو په منځ کې وو، دوه يې له هغه ځايه مړه راوړل يو دلې وفات شو، د اتو کسانو حالت نازک وو چې د عملياتو څانګې ته مو ولېږل، درې کسان مو سي ايم ايچ [نظامي روغتون] ته ولېږل هلته يو بل وفات شو، ټول پينځه مړه دي چې ګومان کوم يوه پکې دوولس کلنه نجلۍ ده."

پوليس چارواکي وايي دا نه ده څرګنده چې د چاودنې هدف څوک وو، خو وايي په پېښه کې وژل شوي او ټپي کسان ټول عام خلک دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زهري او ګورنر محمدخان اڅکزي چاودنه وغندله او امنيتي ادارو ته يې په پېښه کې د لاس لرونکيو کسانو د نيولو او په سزا رسولو امر کړى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG