د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

صادقي: د نجونو د بایسکل چلولو ټیم تمریني لوبې پیل شوي


د افغانستان د بایسکل چلولو فدراسیون چارواکي وایي چې نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف د نجونو د بایسکل چلولو د ټیم تمریني لوبې چې د شپې له خوا ترسره کیږي پيل شوي دي.

د افغانستان د بایسکل چلولو د فدراسیون رییس عبدالصادق صادقي ازادي راډیو ته وویل چې دوو افغانو نجونو چې په فرانسه کې یې د بایسکل چلولو په سیالۍ کې ګډون کړی وو د نړیوال جام سیالیو ته سهمیه ترلاسه کړې ده.

ښاغلي فضلي زیاته کړه چې د بایسکل چلولو نړیوالې جام سیالۍ به تر راتلوونکو دوو میاشتو پورې په اسټرالیا کې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG