د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

حمیدي: په روژه کې د بلخ د ښځو په وړاندې تشدد زیات شوی


په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالی د روژې په میاشت کې د ښځو په وړاندې د تشدد له زیاتېدو خبر ورکوي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ مشره فوزیې حمیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې نسبت په هر وخت د روژې په میاشت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی او یادې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي.

اغلې حمیدي وايي چې د روان کال له پیله تردې دمه یې د ښځو په وړاندې د تشدد ۷۰ قضیې ثبت کړي چې اکثرآ په کورنیو کې د فقر له امله رامنځته شوي دي.

فوزیه حمیدي وايي، کله چې د کورنیو نارینه پردې بریالي نه شي چې پیسې وګټي او اولادونو نفقه ترلاسه کړي، نو د کورنۍ د نورو غړو په وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي.

حمیدي په دې اړه وویل:

"هرکله چې د کورنۍ نارینه ونه توانیږي چې کار پیدا کړي او پیسې ترلاسه کړي، هغه وخت بیا خپلې مېرمنې وهي او د کورنۍ د نورو غړو په وړاندې له بد چلند کار اخلي. د کار نشتون تشدد زېږوي."

د آغلې حمیدي په اند چې په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ سره اکثرآ ثبت شوې پېښې په ښځو د جنسي تیري او د هغوی د قتلونه پېښې دي چې نسبت د تېرکال لومړېو ۳ میاشتو ته په کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

حمیدي زیاتوي چې د تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا یې د ښځو په وړاندې د جنسي تېري پنځه او د قتلونو ۶ قضیې ثبت شويدي.

فوزیې حمیدي زیاته کړه:

"د کال له پیله تر دې دمه د تاوتریخوالي ۷۰ پېښې مو ثبت کړي دي چې تحقیق پرې شوی. دا پېښې محکمې ته هم استول شوي دي. تر دې دمه ۶ قتلونه او ۵ د جنسي تیري پېښې دي."

په همدې حال کې د بلخ د ښځو چارو ریاست هم چارواکي هم وايي چې د روژې په میاشت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی او یادې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي.

د بلخ د ښځو چارو مشره شهلا حدید وايي چې د کال له پیله تر دې دمه یې له دوی سره د ښځو په وړاندې د بد چلند ۴۷ پېښې ثبت ته رسېدلي دي چې اکثرآ یې په روژې میاشتې کې ترسره شوې دي.

هغه وايي چې اکثرآ یادې پېښې چې له دوی سره ثبت دي د ښځو د وهل او ټکولو قضیې دي.

آغلې حدید وویل:

"اکثرآ فزیکي تاوتریخوالی ترسره شوی دی، دا پېښې څارنوالۍ ته هم استول شوي دي، اکثرآ تاوتریخوالی په روژې میاشت کې ترسره شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د ښځو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د روژې میاشتې په ترڅ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG