په دې تاندې څانګې کې مو د یوه داسې افغان ځوان (شکرالله لودین) له ژونده خبروو چې اروپا ته یې پر خطرناکو لارو ځان رسولی دی.
د ده له لوړو ژورو ډک سفر څنګه پای ته ورسېد، چې اروپا ته ورسېد نو له کومو ستونزو سره مخ شو، اوس يې حال څه دی او راتلوونکي ته يې څه تمه ده؟ په نننۍ تاندې څانګې کې به يې واورئ.
شکرالله لودین نږدې اووه کاله وړاندې چې کله دی ۱۳ کلن و، د اروپا په تکل له کوره وه ووت. ن
ناامني او له راتلوونکي څخه ناهیلي هغه لاملونه وو چې د ښاغلي لودین په وینا، دی يې له افغانستانه تيښتې ته مجبور کړ.
خو اروپا ته په غیرقانوني یا قاچاقي لارو تګ هم داسې څه نه وو چې دی دې راتلوونکي ته امیدواروه واوسي، دی حتی په دې هم نه پوهېده چې ژوندی به ورسيږي او که نه؟ له خپلې کورنۍ سره کړې خدای پاماني به يې وروستۍ وه او که بیا به هم کله په ژوند کې هغوی وویني؟ کله چې په لاره کې د کډوالو دوه کښتۍ د ده د سترګو په مخکې په سيند لاهو شوې نو پخپل تګ پښېمانه شو او غوښتل يې بېرته خپل کور ته وګرځي، خو قاچاقبرانو مجبوره کړ چې هغه مرګوني سفر ته ادامه ورکړي.
ښاغلی لودین اوس په برېتانیا کې د کارګرګوند غړی دی، په سیاست او نړيوالو اړیکو کې د لوړو زده کړو تر څنګ ګڼ نور فعالیتونه هم کوي.
د ده د ژوند د لوړو ژورو په اړه د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی او د دې خپرونې بشپړ متن د تاندې څانګې پر فېسبوک پاڼه موندلی شئ.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ.
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ.
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
Shafaqn@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د ۲ بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.