د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

امریکا په عراق او سوریه کې داعش خلاف وروستۍ بریاوې وستایلې


د امریکا جمهور رئیس او ځینو چارواکو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې خلاف وروستۍ پوځي بریاوې وستایلې.

د امریکا د استخباراتو ځیني چارواکي وايي، په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې وروستیو ماتو هغه تصور لېری کړ چې ګنې دغه ډله نه ماتیدونکې ده خو دغه ماتې یې د ځینو ناراضو سني مسلمانانو په سترګو کې مشروعیت ځکه پراخوي چې د دغې ډلې ضد عملیاتو کې اکثر شیعه ګان او کردان شامل دي.

ځیني امریکايي چارواکي وايي، بل خطر دا دی چې په داسې حال کې چې اسلامي دولت ډلې د عراق په فلوجه ښار او نورو ځایونو کې د خپل واک لاندې سیمې له لاسه ورکړي کیدای شي غېر متعارفو پوځي تکتیکونو ته مخه کړي او په اروپا، امریکا یا نورو ځایونو کې لا زیات بریدونو پلان کړي یا خلک ورته وهڅوي.

یو امریکايي استخباراتي چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی رویټرز خبري اژانس ته ویلي که اسلامي دولت ډله د فلوجې ښار او نورو سیمو کنټرول له لاسه ورکړي، داړه ماري جنګ ته به مخه کړي او د حکومتي ادارو د خدماتو د شنډولو زیار به وکړي.

هغه ویلي چې:

"دوی به په هغو سیمو او ښارونو کې چې کنټرول یی له لاسه ورکړی دولتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي."

اسلامي دولت ډله د خپل کنټرول لاندې سیمو د تیلو او مالیاتو څخه پیسې ترلاسه کوي، نوي کسان جلبوي او په بغداد باندې بریدونه هم په دغو سیمو کې تنظیموي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په اورلانډو کې له تروریستی بریده وروسته تېره اوونۍ وویل چې دغه وسله واله ډله په داسې حال کې چې د خپل کنټرول لاندې سیمې له لاسه ورکوي د عوایدو پیسې یې هم چې د ژوند شارګ یې دی له لاسه ووځي.

د اورلانډو د برید مسئول، افغاني الاصله امریکایي عمر متین اسلامي دولت ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی و.

۴۹ کسه په دغه برید کې ووژل شول.

د اسلامي دولت ډلې خلاف نړیوال ایتلاف کې د امریکا استازي بریت مکګورک د روانې جون میاشتې په لسمه سپینې ماڼې ته وویل چې دغې ډلې په عراق کې د خپل واک لاندې سیمې نیمايي برخه، په سوریه کې یې شل فیصده او د خپلو تیلو تولیدات په سلو کې دیرش له لاسه ورکړي دي.

سیټ جونز، د رانډ کارپوریشن د مطالعاتو د مرکز یوه کارپوه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسلامي دولت ډلې د داړه ماري جنګ نښې ښودلي دي.

هغه ویلي کومې سیمې چې اسلامي دولت ډلې له لاسه ورکړي داسې ښکاري چې دوی پریښي ترڅو د بلې ورځ جنګ ته ځان برابر کړي.

سره له دې چې د اسلامي دولت ډلې خلاف هلې ځلې پوځي او اقتصادي بریاوې لري، د امریکا د مرکزي استخباراتو مشرجان برینان تېره اوونۍ د سنا د مجلس استخباراتي کمېټې ته وویل چې زموږ زیارونو د دغې ډلې تروریستي ظرفیت او نړیوال امکانات نه دې له منځه وړي.

هغه ویلي چې تروریستي بریدونو دومره زیاتو امکاناتو ته اړتیا نه لري او د دې لپاره چې د اسلامي دولت ډلې ترهګري او ترورېزم کې د پام وړ کمی راشي دغه ډله ښايي لا زیاتې ځمکې، افراد او اقتصادي منابع له لاسه ورکړي.

په لندن کې د نړیوالو چارو د شاهي انسټیټیوټ کارپوه حسن حسن د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د مجلس د ملي امنیت کمېټې ته وویل چې د اورلانډو برید وښودله چې سره له دې اسلامي دولت ډلې سیمې له لاسه ورکړي خو د دوی پراخ نفوذ کم شوی نه دی.

بل خوا په بغداد کې عراقي چاروکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغه هېواد سنیان اوس اسلامي دولت یوه ازادي بخښونکې ډله نه ګني او په مقابل کې یې د شیعه ګانو د جنګ اهمیت نسبت تېر کال ته کم شوی دی.

دوی ویلي چې د عراق اردو اوس د سنیانو په سیمو کې نفوذ موندلی دی او دغه قواوې چې د پخواني صدراعظم نوري المالکي په دوران کې شیعه فرقه اي ځواکونه ګڼل کېدل اوس په دغه سترګه نه ورته کتل کیږي.

XS
SM
MD
LG