د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د ګوړې اچار اووه سومه خپرونه


د ګوړې اچار د دې اووه سومې خپرونې پیل د هغو لیکونو له ځوابونو څخه کوو چې اوریدونکو رالیږلي او پروفیسور صیب ېې ځواب ورکوي.

دا چې پروفیسور صیب د امنیتي ملحوظاتو له امله له خپل نوم ښودلو څخه ډډه کوي نو موږ ېې هم نوم نه اخلو!

پیغلې روپۍ لیک رالیږلی او وايي چې روپۍ مې ډیرې خوښیږي، که ېې پروفیسور صیب د پیداکولو چل راوښيي!

بل لیک په سُر لیوني ! رالیږلی دی.

ورپسې مو د وچې میوې منډيي ته بیایو او د هغه سړي له چل څخه مو خبروو چې پرته له پیسو د اختر دومره میوه لاس ته راوړي چې وړی ېې نه شي!

که غواړئ وخاندئ او د پروفیسور صیب له ځوابونو خبر شئ او د میوې لاس ته راوړلو چل زده کوئ نو خپرونه واورئ.

د ګوړې اچار اوه سومه (۷۰۰ ) خپرونه ده، خپل نظرونه او وړاندیزونه راولیږئ چې تیرې خپرونې څنګه وې او خوند موترې اخېستی که نه؟

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG