د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

مسلمیار: د وسله والو مخالفینو نفوذي کسان دې معلوم او مجازات شي


د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته غواړي، هغه کسان چې د نظام د ننه له وسله والو مخالفینو سره همکار دي د هغوی د پېژندنې په برخه کې جدي اقدام وکړي.

مشرانو جرګه د نظام د ننه د وسله والو مخالفینو د ځینو نفوذي کسانو د شتون په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي چې دا کسان باید ژر تر ژره په نښه او مجازات شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د میدانو وردګو ولایت د امنیه قوماندان اړوند په رنجر موټر کې د طالبانو د یو پوځي کس د نیول کېدو پېښې ته په اشارې سره وویل چې په دې اړه باید هر اړخېزې څېړنې تر سره شي.

د وسله والو مخالفینو نفوذي کسان دي ژر تر ژره په نښه او مجازات شي
د وسله والو مخالفینو نفوذي کسان دي ژر تر ژره په نښه او مجازات شي

هغه زیاته کړه:

"د دې تر څنګ چې پاکستان زموږ دښمن دی او راسره دښمني کوي په داخل کې هم موږ اجیر او مزدور خلک لرو چې ځينې یې د قلم ځينې یې د فکر او ځينې یې د انتحار او انفجار په ډول دلته غلامي کوي د مشرانو جرګه په دې اړه اندېښنه لري او د څېړنو غوښتنه کوي تر څو مجازات پلي او نور ترې عبرت واخلي."

دغه څرګندونې وروسته تر هغې کېږي چې د ملي امنیت کارکونکو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وویل، د بغلان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو پوځي مسول یې د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندان خلیل اندرابي پورې له اړوند رنجر موټر څخه نیولی دی.

د مشرانو جرګې غړي له حکومته غواړي چې د دې پېښې په اړه جدي څېړنې وکړي او نتیجې یې له خلکو سره شریکې کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتوران هم د دې موضوع په اړه د اندېښنې څرګندولو په ترڅ کې وايي چې په حکومت کې د ننه باید د وسله والو مخالفینو د نفوذي کسانو مخنیوی وشي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال:

"دا پنځم ستون باید معلوم شي بل دا چې دا کسان څنګه دومره خواخوږي لرلای شي چې یو طالب له بغلانه کابل او بیا تر پېښوره لېږدوي."

د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله

له دې وړاندې د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د نظام د ننه له جاسوسانو یادونه کړي او ټینګار یې کړی چې دا کسان هم په دولت کې دي او هم د دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړکوي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم په نظام کې د ننه د داشان کسانو په اړه خبردارۍ ورکړی و ویلي یې دي چې دا ډول کسان دومره خطرناک دي چې د فرصت څخه په استفادې سره به د دولت په وړاندې قیام ته ودرېږي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د د دولت د ننه به په پردیو باندې د خرڅو شویو کسانو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د ملي امنیت نوي رئیس محمد مصصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته د خپل کاري پروګرامونو د بیاونولو پر مهال وویل:

د ملي امنیت نوی رئیس محمد مصصوم ستانکزی
د ملي امنیت نوی رئیس محمد مصصوم ستانکزی

"د دښمن ژوره پیژندنه او د دوښمن عناصره او پریدو اجنټانو چې نظام د ننه څخه فاسدوي معلومول د ملي امنیت اساسي وظیفه ده چې موږ ورته ژمن یو."

د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست هم له دې وړاندې ویلي چې حکومت په دې اړه کار کوي او په یوه مناسب وخت کې به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د چارو کارپوه عبدالله واحدیار وایي چې په نظام کې د نننه د وسله والو مخالفینو د نفوذي کسانو د مخنیوي لپاره باید دولت د استخدام پروسه شفافه او د دولتي ادارو په کارکونکو او کارونو څار زیات شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG