د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

ډجيټل ژورنال: له بچه بازۍ په جنګ کې هم استفاده کېږي


ډجيټل ژورنال:

ډجيټل ژورنال خپرونې چې له کاناډا خپرېږي په افغانستان کې د بچه بازۍ پر ستونزه ليکنه خپره کړې ده چې اوس په جګړه کې هم ورڅخه کار اخېستل کېږي.

خپرونې د فرانسې خبري اژانس په حواله ليکلي چې وسله وال طالبان په دې تورن شوي چې له دغو ماشومانو د جنسي بردګانو په توګه د افغانستان په جنوب کې پر پوليسو د حملې لپاره ګټه پورته کوي.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي معمولاً ځينې زورور جنګسالاران، قوماندانان، سياستوال او نور کسان د قدرت او نفوذ د يوې نښې په توګه هلکان ساتي.

د دغو کسانو له خوا په دغو ماشومانو د ښځو کالي اغوستل کېږي، په خصوصي محفلونو کې نڅول کېږي او جنسي استفاده ورڅخه کېږي.

ډجيټل ژورنال د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون دا بيان هم رااخيستى چې ويلي يې دي، د افغانستان جزايي قانون زنا او لواطت شديداً منع کړى، خو د بچه بازۍ په اړه څرګند حکم نه لري.

د دغه کميسيون په وينا دغه ماشومان له لسو تر اتلسو کلونو پورې عمرونه لري او ځينې يې اختطاف شوي وي. خو کله کله بېوزلي د دې سبب کېږي چې ځينې کورنۍ دغه ماشومان پر استفاده کوونکو وپلوري.

ډجيټل ژورنال خپرونې د چارواکو په حواله ليکلي، بچه بازي د افغانستان د شخړې يو بل ناوړه اړخ دى، چې وسلوال طالبان د ارزګان غوندې ولايتونو کې له دغو ماشومانو په استفاده په افغان امنيتي ځواکونو کې نفوذ کوي.

سټارس اينډ سټرايپس:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په خپله تازه ګڼه کې له افغان پوځ سره د امريکا د مالي مرستو پر دوام ليکنه خپره کړې ده چې سرليک يې دى: امريکا هڅه کوي افغان پوځ ته د میليارډونو ډالرو نور ملاتړ هم برابر کړي.

د ليکنې په پيل کې راغلي امريکا هڅه کوي د افغانستان پوځ او پوليسو ته نوره مالي مرسته هم برابره کړي، دغه مرسته به له نويو شرايطو پرته وي او د ضايع کېدو هڅه به يې هم کېږي.

د سټارس اينډ سټرايپس د مطلب په دوام راغلي، په وارسا کې د ناټو په هغه دوه ورځنۍ سرمشريزه کې چې د جولاى مياشتې پر اتمه پيلېږي، د امريکا متحده ايالات او متحدان به يې هڅه وکړي، تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې له افغان امنيتي ځواکونو سره د مالي مرستې اندازه ١٥ مليارډو ډالرو ته ورسوي.

د مطلب په حواله، د دې مالي مرستې ١٠ نيم میليارده ډالره به يې د امريکا له خوا ورکول کېږي.

سټارس اينډ سټرايپس وړاندې ليکي، د امريکا په مشرۍ ائتلاف به د افغانستان د درې لکه او دوپنځوس زره سرتېرو او پوليسو د مالي ملاتړ هڅه په داسې حال کې وکړي، چې څارونکو په وار- وار دا پوښتنه مطرح کړې چې ايا د افغان امنيتي ځواکونو شمېر رښتيا هم دغومره دى؟

XS
SM
MD
LG