د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

افغانستان کې د وارداتي برېښنا نه د خلاصون ۵ کلن پلان جوړ شو


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دوه تر دوه نیم میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده ترڅو تر راتلونکو پنځو کلونو پورې وارداتي انرژۍ ته د دې هېواد اړتیاوې له پنځوس سلنې ډېره کمه شي.

د دغه وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس انجنیر همایون کوهستاني ازادي راډيو ته وویل، که د پروژو د تطبیق شرایط برابر او بودیجه دوې ته ورکړل شي افغانستان به تر راتلونکو پنځه لسو کلونو پورې د انرژۍ په برخه کې خودکفایي ته ورسیږي.

نوموړي وویل، سره له دې چې د لوېو پروژو د پلي کېدو بودیجې تمویل په برخه کې له ستونزو سره مخ دي خو له وارداتي انرژۍ څخه د خلاصون لپاره د پنځه کلن پلان لومړی مرحله د دې وزارت له لوري ترتیب شوې ده.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"په لومړېو پنځو کلونو کې که زموږ پروژې په ځانګړي ډول له مالي پلوه په منظم ډول پلي شي، کورنۍ او نړیوال ملاتړ کوونکي ولرو او هغوي وغواړي چې دا پروژې پلي شي د اوبو منابعو بېلابېل پوتانسیلونه بادي او لمریز چې ۲۳۰۰ میګا واټه ظرفیت لري فعالیږي چې له دې لارې کولای شو چې وارداتي بریښنا له پنځوس سلنې څخه ډېره کمه کړو."

نوموړي که څه هم د دغه پنځه کلن پلان په اړه نور جزیات ورنه کړل خو ویې ویل چې د دې پلان له مخې لویدیځ، شمالي او د مرکزي سیمو له منابعو څخه ګټه اخېستل په نظر کې نیول شوي دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو په اساس افغانستان د ۳۱۰ زره میګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري خو اوس مهال د هېواد ۷۵ فیصده مصرفي انرژې واردتي برېښنا ده.

د دغو معلوماتو په اساس دا مهال له یو زرو څلور سوه میګا واټه بریښنا څخه په افغانستان کې ګټه اخېستل کیږي چې تر ډېره یې له بهره واردیږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت نږدې دوه اوونۍ مخکې وویل چې د نږدې ۲۹ بندونو تدارکاتي کارونه تکمیل شوي او ممکن تر راتلونکو دوو میاشتو پورې یې قراردادونه لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د بخش اباد بریښنا بند قرارداد ، د کاسا زر او د هلمند د کجکي پراختیایې بند مطالعاتي تفاهم لیک په دې وروستیو کې لاسلیک شوي او په هرات کې د سلما برېښنا بند فعالیت پیل شو.

په هرات کې د سلما بند په کار پيل وکړ.
په هرات کې د سلما بند په کار پيل وکړ.

په سروبي کې نغلو بریښنا بند، په جلال اباد کې د درونټې بریښنا بند، په پروان کې د جبل السراج ، کمال خان بند، د پلخمري بریښنا بند او شاه عروس بریښنا بند په هېواد کې له مهمو بندونو شمېرل کیږي.

په همدې حال کې یو شمېر د اقتصادي چارو شننونکي وایي، د دا ډول اساسي پلانونو تطبیق لپاره قوي اراده او عملي کار ته اړتیا ده.

افغان کار پوه تاج محمد اکبر وویل:

"یوې پیاوړې ارادې ته اړتیا ده او د دې ترڅنګ باید عملي ګامونه واخېستل شي عملي ګامونه عبارت دي له یوه منظم پروګرام څخه چې په قانوني مراجعو کې طی مراحل شوي وي او د دې ترڅنګ باید عملي پلان جوړ شي."

له بلې خوا د انرژۍ د برخې کارپوه فاروق اعظم د بندونو په برخه کې د حکومت وروستۍ هڅې پرځای ګام بولي او ټينګار کوي چې د افغانستان د اوبو د کنټرول لپاره باید نورې هڅې وشي.

له دې وړاندې ولسمشرغني هم ویلي چې افغانستان د نړیوالو قوانینو په به خپل اوبه کنټرولوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG