د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د ټاکنیز نظام تر اصلاح وروسته به د انتخاباتو په اړه پرېکړه وشي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د انتخاباتو نوی کمېسیون او کمېشنران به د راتلونکو انتخاباتو مدیریت وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، چې ټاکنیز نظام اصلاح شي نو د انتخاباتو لپاره به پریکړه کېږي.

افغان حکومت وایي، د انتخاباتي سیسټم اصلاح لپاره یې هڅې چټکې کړي او د همدغو اصلاحاتو پر اساس به انتخاباتي کمېسیونونو ته نوي کمېشنران وټاکي.

جمهوري ریاست وایي، همدغه نوي کمېشنران به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات مدیریت کړي.

نوي کمېشنران او نوی مشرتابه به د راتلونکو ټاکنو مدیریت کوي
نوي کمېشنران او نوی مشرتابه به د راتلونکو ټاکنو مدیریت کوي

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د دې لپاره چې په ټاکنیزو کمېسونونو کې اصلاحات رامنځ ته شي، د دې لپاره یوه پروسه روانه ده، کله چې ټاکنیز نظام اصلاح شي، د انتخاباتو لپاره به تصمیم نیول کېږي او نوي کمېشنران او نوی مشرتابه به د راتلونکو ټاکنو مدیریت کوي."

ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح ډاډ ورکوي چې تېره اوونۍ ولسي جرګې د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر دویم تقنیني فرمان هم رد کړ.

دا هغه فرمان و چې له مخې یې د غوراوي کمیټې فعالیت ته زمینه برابریده او د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران نوي کېدل.

تراوسه معلومه نه ده چې حکومت به د ولسمشر د فرمان له ردېدو وروسته د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره له کومې قانوني لارې کار اخلي، خو سترې محکمې ته مراجعه د یوه انتخاب په توګه یاد شوی.

د انتخاباتو لپاره په تازه اقدام کې مالیې وزارت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته لس میلیونه ډالر ځانګړي کړل، خو معلومه نه ده چې د انتخاباتو اوسني او که نوي غړي به دغه بودجه ترلاسه کوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو وې ویل مالیې وزارت پورې اړه لري چې دغه بودجه څنګه کمېسیون ته سپاري.

په همدې حال کې د انتخاباتو کمېسیون کمېشنره شریفه زرمتۍ وایي، د روان کال د میزان په څلورویشتمه انتخابات ناممکن دي، ځکه چې هیڅ ډول تخنیکي چمتوالی ورته نه دی نیول شوی.

د انتخاباتو د څار بنسټ یا ایوا مشر جانداد سپین غر بیا وایي، حکومت د انتخاباتو پروسه سیاسي کړې او ښه لاره اوس داده چې انتخاباتي کمېسیونونه نوي او هماغه کمېسیون د انتخاباتو نېټه مشخصه کړي.

د انتخاباتو د څار بنسټ یا ایوا مشر جانداد سپین غر
د انتخاباتو د څار بنسټ یا ایوا مشر جانداد سپین غر

هغه زیاته کړه:

"تر ډېره پوري چې کومې ویناوې دواړه طرفه کېږي هغه سیاسي رنګ لري، یوازې د عوامو د احساساتو د کنټرول او حکومت هڅه کوي چې وښې نړیوالې ټولنې ته چې دوې د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره هڅې کوي."

حکومتي چارواکو په دې وروستیو کې ټینګار کړی چې انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي او هر اړخیز چمتوالی ورته نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو کمیسیون وایي، ټاکل شوې نېټې ته نږدې څلورمیاشتې پاتې دي، خو نویو اتلس کلنو ته کارتونه نه دي ویشل شوي، بودجه په وخت نه ده ورکول شوې او د کمېسیون تخنیکي کارکوونکي هم کافي نه دي.

راپور:ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG