د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د فرانسې فوټبال ټیم په خپله لومړنۍ لوبه کې رومانیا ته ماتې ورکړه


د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې غړي
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې غړي

د يو اي ايف اې يورو ۲۰۱۶میلادي کال د فټبال د اتلولۍ لوبې پر مهال کوربه فرانسه له رومانیه سره مخامخ شوه.

یاده لوبه 2 _1 په وړاندې فرانسې فوټبال ټیم په ګټه پای ته ورسېده.

دا په داسي حال کې ده چې د تېر کال نومبر مياشتې د حملور راهیسي په فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شو.

د يو اي ايف اې یورو ۲۰۱۶میلادي کال د فټبال د اتلولۍ سيالۍ په فرانسه کې پيل شوې او په دغو سياليو کې رومانيه د کوربه فرانسې پر وړاندې ولوبېده.

په فرانسه کې د تېر کال نومبر مياشتو له حملو وروسته بېړنی حالت اعلان شو او د امنيتي وضعيت د کنټرول لپاره د فرانسې په لسو ښارونو کې چې په کې دغه لوبي کيږي، شا او خوا لس زره پوليس، سرتېري او ګارډ ګومارل شوي، په دغو سياليو کې ۲۴ ټيمونه برخه اخلي.

د رومانیا د فوټبال ملي لوبډلې غړي
د رومانیا د فوټبال ملي لوبډلې غړي

د راپورونو له مخې د اووه مليونه د فټبال مينه والو څخه شا او خوا نیم مليون مينه وال له برتانیې څخه اوس مهال فرانسې ته رسېدلي.

برتانيې او امریکا دواړو د فټبال مينه والو ته خبرداری ورکړی چې د دوی امنيت ښايي له خطر سره مخامخ وي.

له رومانيه څخه ورغلی یو مينه وال وايي:

"له بده مرغه، زه فکر کوم موږ پوليسو ته اړتیا لرو څو موږ د امنيت احساس وکړو، موږ غواړو د امنيت احساس وکړو او کله چې موږ دوی وينو چې خپله دنده تر سره کوي، موږ د خونديتوب احساس کوو."

فرانسويان تمه لري چې فوټبالران يې بريا خپله کړي ځکه په تېرو يورو سياليو کې چې په ۱۹۸۴ وشوې او نړيوال جام سياليو کې چې په ۱۹۹۸ کې وشوې، فرانسوي ټيم چې کوربه وو، دغه سيالۍ وګټلې.

کله چې د فرانې ټیم ټيم له جرمني سره په نړیوالو دوستانه لوبو کې برخه اخيسته، د نومبر په ۱۳مه د داعش ځانمرګو بريدګرو په فرانسه کې حملې وکړې.

د فرانسوي ټيم روزونکي ديدير ديس چامپس وويل چې دغو حملو چې په کې ۱۳۰ کسان ووژل شول، ډېر احساسات راوپارول.

ليس بلويس به د نړيوال اتل له خوا له سختې سيالۍ سره مخامخ شي چې د اروپايي اتلانو هسپانيې، ايټاليا او بلجيم دفاع کوي.

فرانسې د رومانیه پر وړاندې په ګروپ اې کې سيالي پيل کړه او د یوينتس پر ميډفيلډر پاول پوګبا يې توجه متمرکزه کړې ده.

اوس د پخواني ستوري جيورج هاګي په نشتوالي کې د رومانیه روزونکي د خپل ټيم پر دفاعي وضعيت توجه متمرکزه کړې ده.

دغه ټيم د غوراوي په مرحله کې د اروپا تر ټولو پياوړی وو او يوازي د دوو ګولونو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په پاریس او مارسي ښارونو کې د سوداګرانو اتحاديې لاريون کړی او يو شمېر کثافت ټولونکو خپلې دندې تر سره نه کړې.

ولسمشر فرانسوا اولاند ژمنه کړې چې تر خپله وسه به هڅه وکړي چې دغه سيالۍ په ښه فضا کې تر سره شي.

نن، د جون په يوولسمه انګلينډ د بي ګروپ لومړۍ لوبه د روسيې پر وړاندي په مارسې کې کوي.

په ښار کې له هغه وروسته امنيت ډېر ټينګ شوی چې د برتانيې رسنیو راپور ورکړ چې داعش غواړي د روسيې او برتانيې د فټبال ټيمونو د مينه والو پر وړاندې ترورستي بريدونه وکړي.

په مارسې کې د جون په نهمه دوه بریتانوي د فوټبال مينه وال له هغه وروسته د پوليسو له خوا ونيول شول چې له ځايي خلکو سره يې شخړه راغله.

د ټورنامنټ ۲۴ ټيمونه په شپږو ګروپونو وېشل شوي، له دغو څخه شپاړس لوري چې له هره ګروپه دوه او څلور راتلونکي غوره ټيمونه به اخري پړاو ته وزي.

XS
SM
MD
LG