د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

‌ذکي: په انتخاباتو کې باید د ښځینه پولیسو شمېر زیات شي


د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره باید د ښځینه پولیسو شمېر زیات شي.

که څه هم د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو تر راوستلو پورې د ځنډ په حالت کې دي، خو په کابل ښار کې ځیني مدني فعالان، په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کوي.

دوی وايي، په انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوی د پولیسو په لیکو کې د ښځو له شاملېدو سره تړلي دي.

د افغانستان د مدني ټولنې او د بشر د حقونو د شبکې غړي احمد ذکي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ښځې نه غواړي چې له سرغړونکو سره لاس یو کړي او شمېر یې د پولیسو په لیکو زیات شي، د راتلونکو انتخاباتو شفافت به باوري کړي.

ښاغلي ذکي زیاته کړه:

"په هره اندازه چې د انتخاباتو امنیت خوندي شي، باور لرو چې د ښځو ګډون په کې زیاتیږي.په هره اندازه چې ښځې په کې ګډون وکړي انتخابات شفاف کیږي او دا هم باید ومنو چې تقلب اکثره د نارینه و له خوا کیږي."

په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د پولیسو په لیکو کې د ښځو پر شاملېدو په داسې حال کې بحثونه کیږي چې اوس مهال د پولیسو په لیکو کې ۳۰۰۰ ښځې پر دندو بوختې دي.

د دې شبکې غړي وايي، د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت نمایشي بڼه لري او په ملي موضوع ګانو کې ورته لازمه ونډه نه ورکول کیږي.

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د جندرد څانګې مسوول عیدي احمد حکیمي وايي، د پولیسو په لیکو د ښځو ګډون ته لازمه پاملرنه شوې او په پام کې ده چې په دې لیکو د ښځو شمېر له ۳۰۰۰ څخه ۵۰۰۰ ته پورته شي.

د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت نمایشي بڼه لري
د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت نمایشي بڼه لري

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه ترتیب کړي دي.ډېره بودجه او ډېر امکانات یې د ښځو لپاره برابر کړي دي.دا زمینه مو برابره کړې چې د پولیسو په اوو میاشتنیو روزنیزو پروګرامونو کې پنځه زره ښځینه پولیسې وروزو. دا شمېره به لس زرو ته پورته کړو."

د افغانستان د مدني ټولنې او د بشر د حقونو د شبکې غړي وايي، له ښځینه پولیسو څخه یوازې په تالاشۍ او وزارت کې کار اخېستل کیږي، حال دا چې دوی ته باید د نورو پولیسو په څېر د رهبرۍ په مهمو فعالیتونو کې برخه ورکړل شي.

افغان چارواکي وايي، د حکومت په لوړ پوستونو کې د ښځو وڼده زیاته ده او لا زیاتوالي لپاره یې هڅې جاري دي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG