د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

اوپن سوسایټي: امریکا په افغانستان کې ملکي تلفاتو ته پاملرنه نه ده کړې


یوې امریکایۍ موسسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لوري اوښتو ملکي تلفاتو ته اندیښنه ښکاره کړې ده.

د دې موسسې د راپور له مخې امریکا په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ملکي تلفاتو اغیزو ته ډېر پام نه دی کړی.

دا راپور د اوپن سوسایټي په نوم موسسې د چهارشنبې په ورځ خپور کړ او په کې ویل شوي دي چې ملکي تلفاتو د امریکا پوځي ماموریت اغیزمن کړی دی او د طالبانو بیا راپیدا کیدو ته یې لاره هواره کړې ده.

د راپور له مخې طالبانو له دې تلفاتو د تبلیغاتو په ډول استفاده کړې او خپلو لیکو ته یې خلک جذب کړې دي.

د راپور له مخې طالبانو له دې تلفاتو د تبلیغاتو په ډول استفاده کړې
د راپور له مخې طالبانو له دې تلفاتو د تبلیغاتو په ډول استفاده کړې

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي پوځیانو بیا بیا پر دې ټینګار کړی دی چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره تر وسه وسه هڅې کړې دي.

خو د راپور له مخې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د پنځلس کلنې جګړې پر مهال د هوایي ځواکونو پلانونو ته او د مشخصو هدفونو ویشتلو ته دقیقه پاملرنه نه ده کړې چې له دې امله ملکیان په نښه شوي دي.

د اوپن سوسایټي د راپورونو لیکوال مایکل فلورني دی. داسې اټکل کیږي، که ډیموکراټان د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات وګټي دی به د امریکا دفاع وزیر شي.

فلورني وایي:

"تر پنځلس کلنې جګړې وروسته لاهم عکس العملونه لږ دي خو موږ ته پکار دي چې له دې زده کړه وکړو، په ځانګړي ډول د ستراتیژۍ په سطحه."

په راپور کې د ملکي تلفاتو یو شمير پیښو ته اشارې شوې دي او ویل شوي دي چې د پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره بې پلانه هوایي بریدونه د ملکي تلفاتو یو اساسي علت دی.

راپور لیکي چې په ۲۰۰۸ کال کې د ملکي تلفاتو څلور شپیته په سلو کې مسوولیت د هوایي بریدونو وو.

دا هغه کال دی چې تر نورو ټولو کلونو ډیر ملکي تلفات په کې واوښتل.

په افغانستان کې د ملګرو متلو د دفتر، یوناما په وینا په دې کال کې ۸۲۸ ملکیان د دولت پلوه ځواکونو له لورې ووژل شول.

جنرال مک کرسټل په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لومړی عمومي قوماندان و چې په ښکاره یې وویل چې د ملکيانو مرګ ژوبله د دوی له بریالیتوب سره مستقیم ارتباط لري.

مک کرسټل ویلي و چې د ملکيانو مرګ ژوبله د دوی له بریالیتوب سره مستقیم ارتباط لري.
مک کرسټل ویلي و چې د ملکيانو مرګ ژوبله د دوی له بریالیتوب سره مستقیم ارتباط لري.

تر دې وروسته تر دوه زره دولسم کلونو پورې د ملکي تلفاتو فیصدي ۶۹ په سلو کې راکمه شوه.

په راپور کې ویل شوي دي چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د اوښتو له امله یو شمیر تجربې ترلاسه کړې دي خو لاهم د امریکا دفاع وزارت په دې برخه کې له یو شمیر ستونزه سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG