د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

د پوځ په لیکو کې د افغانسان د ځینو رهبري کوونکو لاسوهنه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له وسله والو مخالفینو سره د جګړو تر څنګ، په ځینو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په برخه کې د سیاسي څېرو مداخلو دوی ته جدي ستونزه جوړه کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان وايي، په دغه هېواد کې تروریستي ډلې د پاکستان د استخباراتي شبکې په مستقیم ملاتړ فعالیت کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، یو شمېر سیاسي څېرې چې د هېواد مشري کوي په ځینو ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو نه په استفادې سره هغوی تر خپل تاثیر لاندې راولي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د وسله والو مخالفینو سره د جګړې تر څنګ دا موضوع افغان امنیتي ځواکونو ته هم په یوې جدي ستونزې بدله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان

هغه زیاته کړه:

"موږ په دې برخه کې خواشینې یو، موږ ځورېږو، خپله وینو چې امنیتي ځواکونه یوه برخه یو خوا او بل برخه بل خوا ته دي چې په سر کې سیاسي مشران دي او دا سیاسي مشران هغه کسان دي چې ټول هېواد رهبري کوي."

خو ښاغلي رحمان په ځانګړي ډول په کوم ولایت کې د چا نوم وانخیست ټینګار یې وکړ چې دوی د سیاسي فشارونو له کبله په خپلو کړنو کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده مخکې په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي فرهاد عظیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر لومړۍ مرستیال عبدالرشید دوستم په ځینو شمالي ولایتونو کې له دولتي امکاناتو څخه د خپل ځان په ګټه استفاده کوي.

خو دغه څرګندونې د جنبش د ملي غورځنګ د ویاند له خوا نه وې منل شوې.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال په ولایتونو کې امنیتي ستونزې ومنلې ویې ویل چې دغه ستونزې به تر یو وخته دوام وکړي.

ښاغلي رحمان وویل چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دولت وسله والې مخالفې ډلې د پاکستان د استخبارتو او القاعده شبکې په ملاتړ فعالیت لري او د عمري په نوم خپل عملیات پر مخ وړي‎:

"د طالبانو او نورو ډلو په نوم لشکر طیبه چې تر شا یې ای ایس ای دی زموږ د هېواد په جنوب لوېدیځ کې خپل فعالیتونه مخته وړي."

ښاغلي رحمان وویل چې دغه ډلې په هلمند، بغلان، غزني، کونړ، ارزګان، بادغیس، ننګرهار او کندز ولایت کې فعالیت لري.

دغه څرګندونې وروسته تر هغې وشوې چې یو شمېر سناتورانو په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول هلمند او ارزګان کې د امنیتي وضیعت د خرابېدلو په اړه شکایت وکړ او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال څخه یې په دې اړه وضاحت وغوښت.

ښاغلي رحمان ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو د حملو د شنډولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او اوسمهال هم د دوی له خوا په یولسو ولایتونو کې اتلس عملیات روان دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG