د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

هغه موارد چې د کرنې وزارت یې ترسره کولو ته مکلف دی


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل، د لمدو میوو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړول، ټرانسپورټي اسانتیاوې او د دوی محصولاتو ته په هېواد کې دننه او بهر د مارکیټونو موندل هغه ضروري موارد دي چې د کرنې وزارت یې په پوره کولو ځان مکلف ګڼي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر دا خبره د یکشنبې په ورځ د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د باغ لرونکو، د ولسوالیو د ټولنیزو شوراګانو او د لمدو میوو د سوداګرو د استازېو په یوې مشورتي ناسته کې وکړه.

ښاغلي ضمیر وویل، د کابل ولایت د کرنیزې پراختیا او د لمدو میوو د حاصلاتو د زیاتولو لپاره یې لنډ مهاله پروګرامونه ترتیب کړي چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پیل شوي او په نورو ولسوالیو کې به هم پیل شي.

دی وايي:

"موږ سږ کال خپل کرنیز فعالیتونه په هغو ولسوالیو کې پیلوو چې پخوا په کې لږ کار شوی دی. له باغ لرونکو، بزګرو او مالدارانو سره د مرستو په خاطر ضرورت لرو چې د خلکو او خصوصي سکتور په مرسته په دې برخه کې هر ډول ستونزې هوارې او د باغ لرونکو او سوداګرو تر منځ اړیکې ټینګې کړو. په دې کار به په چارو کې د فساد مخه ونیسو."

دغه ناسته چې د کابل ولایت له خوا بلل شوې وه، د ولایت چارواکو وویل په وروستیو کلونو کې د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو د محصولاتو د زیاتولو لپاره یو لړ کارونه هم شوي چې ښې نتیجې ترې اخېستل شوي دي.

د دې ولایت د معلوماتو له مخې په وروستیو شاوخوا دوو کلونو کې په ۱۶۵۱ جریبه ځمکه کې د لمدو میوو چېلې جوړې شوي، د پیازو د ساتلو ۴۴۱ سړې خونې سمبالې شوي، ۴۵۰۰ جریبه ځمکه د نوېو باغونو لپاره تیاره شوې او د ښځو د فعالیتونو لپاره ۶۵۰۰ کورنۍ باغچې او د ممیزو د ساتلو ۱۳۶ خونې پرانېستل شوي دي.

دوې دا هم وویل، همدا اوس ۹۴۴۰ ښځینه کورنۍ د چرګانو د ساتلو په فارمونو کې په کارونو بوختې دي او په مجموع کې په کابل ولایت کې ۱۳۲ شنې خونې فعالې شوي دي.

په جوړې شوې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر

"یوناما" استازي میرمن ګبریل ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به له افغان بزګرو مرستې وکړي.

د غونډې ګډوالو ځینو بزګرو او باغ لرونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې برخه کې د کرنې وزارت او کابل ولایت روانې هڅې کافي نه دي.

د خاک جبار ولسوالۍ یوه باغ لرونکي حیات الله ازادي رادیو ته وویل:

"د میوو د حاصلاتو په وخت کې موږ د انتقالاتو وس نه لرو او منظم مارکیټ هم نه شته.پاکستان یې په ارزانه اخلي او څه موده وروسته بېرته پر مخ په لوړه بیه خرڅوي. هیله ده دولت موږ ته مارکیټ مونده وکړه او سړې خونې راته جوړې کړي."

باغ لرونکو دا هم وویل، د میوو حاصلات یې بهرنیو هېوادونو ته د لیږلو پر مهال د ځنډ له امله خرابیږي چې دا ځنډ زیان ور رسوي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، دغه ستونزه یې د سوداګرۍ له وزارت سره شریکه کړې او په ګډه به ورته د حل لارې ومومي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG