د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

ګردیوال: بې ځایه شوېو زده کوونکو ته به د تعلیم زمينه برابره کړو


د هسکې مينې ولسوالۍ د تخنيکې او مسلکي زده کړو لېسې د لومړی دورې په فراغت غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وویل، لاهم د شینوارو په ځينو سیمو کې د زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړل شوي او ولایتي اداره هڅه کوي چې د دې ستونزې لپاره د حل لار ولټوي.

نوموړي وویل، که په ولسواليو کې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص نه شول نو دوی مکلف دي چې کډه شوېو زده کوونکو ته په هماغه سیمه کې د زده کړې زمينه برابره کړي:

"که دا خبره ډیره اوږديږي نو موږ مکلف او امادګي ورته باید ولرو خو موږ ډير ټینګار په دې کوو چې له هر څه وړاندې هغه ښوونځي چې تړل شوي دي هغه بېرته خلاص شي."

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هسکې د مينې، اچېن، نازیان او ځينو نورو ناامنو سیمو کې له څه باندې یوه کال راهیسې د داعش له ویرې ښوونځي تړل شوي.

د هسکې مينې ولسوالۍ اوسیدونکې او د معارف رياست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري د هسکې مينې ولسوالۍ د افغان دولت له مرستو څخه بې برخې ده.

لا هم د هسکې د مينې، اچېن، نازیان او ځينو نورو ناامنو سیمو کې له څه باندې یوه کال راهیسې د داعش له ویرې ښوونځي تړل شوي.
لا هم د هسکې د مينې، اچېن، نازیان او ځينو نورو ناامنو سیمو کې له څه باندې یوه کال راهیسې د داعش له ویرې ښوونځي تړل شوي.

نوموړي وويل، ولايتي اداره باید د شينوارو ولسواليو د مشکلاتو په اړه یوه اداري ناسته برابره کړي او ټول رييسان دې ته وداره کړي چې خپل فعالیتونه تر شینوارو ولسوالیو ورسوي.

"یوه هیله مې دا ده چې ولایت باید یو ځانګړی ادارې مجلس جوړ کړي او هغې ته دې د معارف او نورو ریاستونو مشران را وغواړي او په هره برخه کې چې ولسوالۍ ورسره مخ ده د هغې لپاره د حل لارې ولټول شي."

د ننګرهار ولایت مرستيال د شینوارو ولسونو د وړاندیزونو په مقابل کې ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ټولو ادارو په ګډون د شینوارو ځوانانو سره ناسته کوي او د شته ستونزو د حل په موخه به خبرې وکړي:

"د ټولو ولسوالیو د غوښتنو سره سم چې ریښتیا هم په دې وروستیو کې تکلیفونه او مشکلات مو ګاللي دي او موږ کولای شو چې په نیږدې راتلوونکې کې د ټولو سکټوري ادارو یو مجلس برابر کړو او ستاسو پوښتنو ته ځواب ووايو."

که له یوې خوا د هسکې مينې ولسوالۍ شاوخوا اته ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي خو بل خوا ددې ولسوالۍ د مسلکې زده کړو ليسې څخه پینځه نوي تنه فارغ شول.

ننګرهار : شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG