د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

خوست کې د سولې په نوم د ځغاستې سیالیو پای لوبه ترسره شوه


د سولې په نوم د خوست د څلورو سرحدي ولسوالیو د ځوانو ورزشکارانو د ځغاستې سیالۍ چې له څه مودې راهیسې پیل شوې وې، د شنبې په ورځ يې د پاینل لوبه ترسره شوه.

یادې سیالۍ چې د المپیک ادارې په چوکاټ کې د ګربزو، تڼیو، باک او تریزیو ولسوالیو د ورزشکارانو تر منځ ترسره شوې، د چارواکو په وینا موخه يې د ځوانانو په منځ کې د سولې د مفکورې خورول او د بېلابېلو نشو څخه د ځوانانو راګرځول وښودل شول.

د ځغاستې پاینل لوبه چې د تڼیو په ولسوالۍ کې د درې کیلومتره په اوږدوالي ترسره شوه، د یادو ولسوالیو شلو، شلو ورزشکارانو په کې برخه اخیستې وه.

د پای لوبې لومړی مقام د ګربزو یو تن ځوان عبدالولي او همدارنګه مطیع الله او جهان الله چې د تڼیو ولسوالۍ ورزشکاران و په وار سره دویم او درېیم مقامونه لاسته راوړل.

په دې سیالیو کې د سولې یو پیغام نغښتی وو
په دې سیالیو کې د سولې یو پیغام نغښتی وو

د تڼیو ولسوال محمداکبر ځدراڼ د یادو سیالیو په تړاو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"په دې سیالیو کې زموږ د سولې یو پیغام نغښتی وو، چې هغه وروڼه چې په مخالف جهت کې که په بیدیا یا په داخل کې دي هغوی ته دا پیغام ورکوو چې دا وطن ستاسو دی، دا خلک ستاسو وروڼه او ورارونه دي، په دې خاوره کې مو خاپوړي کړي، په دې کې به زموږ عزت خوندي وي، په دې خاوره کې به زموږ او ستاسو مرګ وي، نو راشئ د سولې له بهیر سره یو ځای شئ. "

د دې سیالیو د لومړي مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل او دویم او دریم مقام ترلاسه کوونکو ته د افتخار مډالونه ورکړل شول.

د پاینل لوبې ګټونکو درېو تنو ورزشکارانو عبدالولي، مطیع الله او جهان الله هم په خپلو خبرو کې پر وسله والو غږ وکړ چې نور دې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي، دوی د داډول پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

دوی زیاته کړه:

"غوښتنه مې له هغو وروڼو چې په جګړو بوخت دي داده چې باید له جګړو لاس واخلي، راشي خپل وطن ته د سولې لاره غوره کړي او د جګړې نه لاس واخلي.

۲-موږ غواړو چې په راتلونکې کې هم دا ډول سیالۍ په لاره واچول شي، دا ډېرې په ګټه کې دي، یو خو ځوانان له نشو راګرځوي.

۳-غوښتنه مو داده چې ځوانان یووالي ته مخه کړي او له نشو چې د ځوانانو راتلونکې له تباهۍ سره مخامخ کوي په کلکه ډډه وکړي. "

دوی د داډول پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه
دوی د داډول پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه

د دې سیالیو په پای کې د المپیک ادارې او د تڼیو ولسوالۍ د مقام له لوري هغو رسنیو او خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، چې د ورزشي فعالیتونو په انعکاس او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په کار کې ونډه اخیستې ده.

پدې سیالیو کې د ورزشکارانو له لوري په قفسونو کې ایسارې کوترې هم هوا لوري ته والوزول شوې.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG