د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

کابلی: په اعدام محکوم شوي وسله وال باید اعدام شي


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند له حکومته غواړي چې پر اعدام محکوم شوي وسله مخالفین ژر ترژره اعدام کړي.

د دې ګوند رئیس نجیب الله کابلي دا څرګندونې، د ټولنیزو فعالانو په هغې غونډه کې وکړې چې د وسله وال پوځ د ملاتړ په مقصد یې جوړه کړې وه.

د ملي مشارکت ګوند وايي، هغه وسله وال مخالفین چې د هېواد د درې ګونو محکمو لخوا په اعدام محکوم شوي او اوسمهال له حکومت سره بندیان دي، باید اعدام شي.

د دې ګوند رئيس نجیب الله کابلي دا خبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ټولنیزو فعالانو په هغې غونډه کې وکړه چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په مقصد یې جوړه کړې وه.

ښاغلي کابلي وویل، وسله وال مخالفین هره ورځ د امنیتي ارګانونو په لسګونو هغه عسکر او منسوبین وژني چې ټول مسلمانان او د خلکو او خاورې څخه د دفاع په سنګرونو کې ولاړ دي.

ښاغلي کابلي تاکید وکړ چې د امنیتي ځواکونو وژونکي دې اعدام شي.

د امنیتي ځواکونو وژونکي دې اعدام شي
د امنیتي ځواکونو وژونکي دې اعدام شي

هغه زیاته کړه:

"د پل چرخي زندان له طالبانو ډک دی که هره ورځ له دوی څخه څو تنه اعدام شي د خلکو ذهنونه به ارام شي، وسله والو طالبانو د افغانستان خلکو سره ډېر ظلمونه کړي او ډېر بېګناه خلک یې وژلي، جمهور رئیس د نړۍ له اغیز لاندې نه راځي او هغه وسله وال چې د محاکمو لخوا په اعدام محکوم شوي، باید اعدام شي ځکه دا دخکو خوښه ده."

په جوړې غونډه کې د امنیتی ځواکونو پر منسوبینو د وسله والو مخالفینو حملې وغندل شوې او د امنیتي ځواکونو ملاتړ یې د هر افغان مکلفیت وباله.

د اپه داسې حال کې ده چې افغان حکومت څه باندې شل ورځې د مخه ۶ تنه وسله وال طالبان چې درې ګونو محکمو په اعدام محکوم کړي وو، اعدام کړل.

د عفوې نړیوال سازمان د افغان حکومت په دې عمل اندېښنه ښودلې او ویلی یې وو چې د افغانستان عدلي او قضایی ارګانونه اوس هم یو لړ ستونزې لري او باید د اعدامونو لړې دې نه غځوي.

طالبانو هم خبری داری ورکړی چې د دوی د وسله والو اعدامېدل به حکومت ته بدې پایلې ولري او دوی به یې غچ واخلي.

تېره اوونۍ د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې د کارکوونکو پر موټر انتحاري حمله چې یولس تنه په کې ووژل شول، طالبانو د اعدامونو د غچ اخیستو لړۍ یاده کړه.

افغان چارواکي وايي، په دې برخه کې قوانین موجود دي او هر حکم د همدغو قوانینو په چوکاټ کې پلی کېږي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

هر حکم د قوانینو په چوکاټ کې پلی کېږي
هر حکم د قوانینو په چوکاټ کې پلی کېږي

"قضا مستقله ده، کله چې د یو مجرم پروړاندې حکم صادریږی، ولسمشر یې پلی کوي، د افغانستان اساسي قانون او ټول فرعي قوانین په دې برخه کې خپل مسوولیتونه لري."

افغان چارواکي وايي، د مجرم د سزا لپاره قوانین موجود دي او د جرم په پام کې نیولو پر هر کس پلي کېږي.

افغان حکومت وروسته له هغې په اعدام د محکومو طالبانو د اعدام پریکړه وکړه چې په کابل کې د حمل په ۳۱ خونړۍ حملې ۶۴ تنه ووژل او نږدې درې نیم سوه نور یې ټپیان کړل.

خو معلومه نه ده چې د وسله والو طالبانو اعدامول به د جګړو په کموالي کوم اغیز وکړي او که نه؟

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG