د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د افغان ورزشي خبریالانو فدراسیون پرانیستل شو


د افغانستان د ورزشي خبریالانو لومړني فدراسیون د یکشنبي په ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د اوو زونونو د ورزشي خبریالانو تر څنګ یو شمېر دولتي چارواکو هم برخه اخیستي وه.

د افغانستان د سپورټي خبریالانو فدراسیون وايي، د فعالیت عمده هدف یې دادی چې د سپورټ په برخه کې کره راپور ورکونه دود کړي، خلکو ته په خپل وخت ورزشي معلومات ورسېږي او د ورزشي خبریالانو ستونزو ته حل لارې وموندل شي.

دغه فدراسیون د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړ او د افغانستان په اوو زونونو کې یې ۱۲۰ ورزشي خبریالان غړیتوب لري.

د دغه فدراسیون رئیس سایر ځلاند زیاته کړه.

"د خبریالانو د تجربو د شریکولو لپاره موږ غواړو چې نړیوال ورکشاپونه ولرو، بهرني خبریالان افغانستان ته را دعوت کړو او افغان خبریالان چې تېر کال هم موږ هم بهرنیو هېوادونو ته شپږ سفرونه لرل او خبریالان مو د تجربو د شریکولو په هدف ولېږل"

د افغان خبریالانو نه د دفاع په هدف په افغانستان کې یو شمېر نور بنسټونه هم کار کوي خو خبریالان وايي چې دغو ټولنو تر دې دمه کوم رغنده رول نه دی لوبولي.

د ورزشي خبریالانو د فدراسیون لومړنۍ غونډې ته د زونونو د خبریالانو تر څنګ یو شمېر حکومتي چارواکي هم راغلي و.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دغه ناسته کې د ولسمشر استول شوي پیغام ولوست:

ژورنالیزم د ټولنې لپاره ځانکړي اهمیت لري
ژورنالیزم د ټولنې لپاره ځانکړي اهمیت لري

"ورزشي ژونالیزم د خبریالۍ د مهمې څانګې په توګه، د ټولنې لپاره ځانکړي اهمیت لري، زموږ د هېواد په بریاو کې یقینناً زموږ ورزشي ژورنالیزم څرګند رول لرلي دی."

په همدې حال کې د اسیا د ورزشي خبریالانو د فدراسیون سکرټر جنرال امجد عزیز ملک وايي چې باید سپورټی خبریالان د ورزش د پرمختګ په برخه کې کار وکړي او په دی برخه کې له سیاست نه ځان لېري وساتي.

هغه زیاته کړه:

"موږ ته دا پکار دا ده چې د سپورټي ژورنالیزم د پرمختګ لپاره، په خپلو سیمو کې کار وکړو، زموږ د سپورټ ژورنالیستانو ته دا پکار نه ده چې د سپورټ اتحادیې او فدراسیونونه په سیاست کې شاملې شي."

په دغه غونډه کې د افغانستان د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان هم برخه اخیستي وه او ویې ویل دولت مکلف دی چې افغان خبریالانو ته خوندي فضا برابره کړي.

راپور:ابراهیم صافی.

XS
SM
MD
LG