د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

ویسا: د کندز سقوط د داعش پروژه ناکامه کړه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، د کندز تر سقوط مخکې داسې پلان و چې دا ولایت داعش ته ورکړل شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د وسله والو طالبانو لاس ته د کندز ولایت په ورتلو سره د داعش پروژه له ناکامۍ سره مخ شوه.

ویسا لیکلي، د بهرنیانو له لوري داعش ډلې ته د کندز ترڅنګ د شمالي ولایتونو ډېرې سیمې په پام کې نیول شوې وې.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې، لیکلي پاکستان پلان لري، هلته له حزب اسلامي او طالباانو مرور کسان داعشیان کړي.

ورځپاڼه لیکي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د مېشتو تیت و پرک داعشیانو د انسجام هڅې روانې دي.

د سرخط د معلوماتو له مخې، تازه دمي داعش وسله وال تر لنډ مهال روزنې وروسته د جګړې د پسرلني فصل د ګرم ساتلو لپاره افغانستان ته استول کېږي.

یادې ورځپاڼې دا هم لیکلي، اوس یو شمېر افغان کورنۍ له پاکستاني استخباراتي سره یرغلمې دي او ځوانان یې په ننګرهار، بغلان او سوېلي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو قومندانان او سرګروپان دي.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشراف غني خبرداری راخیستي چې ویلي یې دي تروریستي ډلې به تباه کړو.

وړاندې په مطلب کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې ډول اقدامات لپاره له بشپړې توانايي څخه برخمن دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي یو شمېر افغانان د فقر او بېکارۍ له کبله د پردیو هېوادونو د جګړې ښکارکیږي.

هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونوو ته اشاره کړې چې پر ژورنالیستانو یې غږ کړی د عدم شفافیت پرمهال غږونه پورته کړي.

وړاندې په مطلب کې د ښاغلي غني له خولې ویل شوي افغانان د بیان د ازادۍ ته اصولي، اخلاقي او سیاسي هراړخیزه ژمنیتا لري.

د هېواد په مطلب کې دې ته هم اشاره شوې چې د ژورنالېستانو پر وړاندې تاوتریخوالی، له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل او د مځکو غصب د تحمل وړ نه دي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي اوس باید حکومت ،خبریالانو او د هغوی د دفاع ټولنې په ګډه داسې یو مېکانیزم رامنځته کړي، چې د نړیوال ژورنالېزم پر معیارونو ولاړ وي.

XS
SM
MD
LG