د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د پاکستان د دوه مخي سیاست په وړاندې د امریکا غوسه


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د بې پیلوټه الوتکې له حملې وروسته به څه پېښ شي تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړي او لیکي متحدوایالاتو له ډېرو کلونو راهیسې پر طالب مشرانو چې په بلوچستان کې دېره دي او د پاکستان د ځواکمن پوځ له خوا یې ساتنه کېږي برید ونه کړ خو د شنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړه چې د بلوچستان په قلمرو کې د طالبانو مشر په نښه کړي.

ورځپاڼه لیکي، پر ملا اختر محمد منصور حمله د پاکستان د دوه مخي سیاست په وړاندې د امریکا قهرجن ډګ غبرګون دی چې له یوې خوا له واشنګټن سره د تروریزم پرضد په مبارزه کې د همکارۍ ادعا کوي او له بلې خوا طالبانو او حتی د حقاني شبکې په څیر د هغو افراطي متحدانو ته یې پناه ورکړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، دا چې ولسمشر اوباما د بلوچستان په قلمرو کې د بې پیلوټه الوتکو حملو ته اجازه ورکړه، دا پوښتنه رابرسیره کوي چې آیا اوباما خو په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پراخولو پلان نه لري په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دې هېواد ماموریت اوس مهال د افغان ځواکونو د روزنې او هغو ته د سلا مشورو پر پروګرام متمرکز دی، څو القاعده بیا راژوندۍ نشي.

سمدستي لس زره امریکايي سرتېري دېره په افغانستان کې دي او په پام کې ده چې دا شمېر د روان میلادي کال ترپایه پنځه نیم زرو ته راکم شي.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام لیکي، تمه ده چې د امریکا پوځي قوماندانان په افغانستان کې د زیاتو امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو وړاندیز وکړي.

ولسمشراوباما د دوشنبې په ورځ ویتنام ته د سفر پرمهال ټینګار وکړ چې هېواد یې نه غواړي یوځل بیا په ورځنیو پوځي عملیاتو کې ښکېل شي.

ایکونومیست:

ایکونومیست مجلې چې طالبان یې یوه تروریستي ډله بللې او په یو مطلب کې لیکي چې په دوو ډلو ویشل شوي طالبان ښايي پسرلنیو حملو ته زور ورکړي.

ایکونومیست زیاتوي، د طالبانو جګپوړو مشرانو په یوه کال کې د دوهم ځل لپاره د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې غونډه وکړه څو خپل نوی مشر غوره کړي، لومړی ځل وروسته له دې چې له دوو کلونو وروسته د ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور شو او دوهم ځل کله چې د ملامحمد عمر ځای نیوونکی ملا اختر محمد منصور د پاکستان په قلمرو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې په نښه شو.

د ایکونومیست مطلب زیاتوي، د ملا منصور مړینه د ده د پاکستاني کوربنو لپاره هومره شرموونکی خبره وه، لکه پنځه کاله مخکې په ایبټ آباد کې د پاکستان یوې پوځي اکاډمۍ ته نژدې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل چې و.

ایکونومیست مجله زیاتوي چې د امریکا له خوا د ملا منصور وژنې د پاکستانیانو احساسات سخت زیانمن کړي دي.

د خپرونې په وینا ملامنصور په پاکستان کې هیڅ ویره نه احساسوله ځکه له ده سره پاکستان چې په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره یې طالب مشرانو ته ځای ورکړی دی، مرسته کوله.

XS
SM
MD
LG