د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د ډولکي بابا اړوند بېلابېلې فلکلوریکې کیسې


کله چې د جلال اباد ښار زړه چې په اوس وخت کې د مخابراتو په څلور لاري او پخوا په ملنګ جان واټ مشهور، ختیځ لور ته ځو، له شا او خوا یو کیلو متر مزله وروسته، کیڼ لور ته د ډولکي بابا پر یوه کوچني زیارت مو سترګې لګي.

د دغه کوچني زیارت د مخې دېوال پر سر د اوسپنې جنګلې ولاړې دي، زیارت ډېر کوچنی دی، یو لوی قبر چې په ټوټو پوښل شوی او د اوسپنې جنګلې ترې تاوې دي په منځ او څو نور قبرونه یې په شا او خوا کې موجود دي.

د دروازې سره په خوا کې د اوبو یوه څاه هم موجوده ده، د لوی قبر په منځ کې مالګه هم د خوردې لپاره پرته ده، د مقبرې ختیځ لور ته د غزه یوه ډېره پخوانۍ ونه موجوده ده چې ګڼې شنې، سرې او بېلابېلې ټوټې ور پورې نښتي، هو! د زیارت په بېلابېلو برخو کې جنډې هم تر سترګو کیږي.

که څه هم اوس دا زیارت ډېر کوچنی شوی او څوک ورته نه راخي، مګر پخوا دا ډېر لوی و، خو اوس د زیارت دننه یوه برخه د دغه زیارت د منجاورانو کور دی او بله خوا یې د اطلاعات او فرهنګ ریاست پروت دی.

لیکوال او ژورنالېست شېر شاه همدرد وايي چې ډولکي بابا سلګونه کاله پخوا په جلال اباد کې ژوند کاوه او د روایاتو له مخې نوموړی د خدای ولي و.

د ښاغلي همدرد په خبره چې د ډولکي بابا اړوند بېلابېلې فلکلوریکې کیسې نورې هم شته، خو تر ټولو مهمه خبره بیا دا وه، چې د ډولکي بابا زیارت ته به هره چهار شنبه لسګونه ښځې د زیارت کولو په موخه راتلې:

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ امرامرالله امید وايي چې د ډولکي بابا زیارت ته د یو شمېر ښځو راتګ د یوه غلط فرهنګ په توګه دود شوی دی.

نوموړی وایي چې پخوا د ډولکي بابا د منجاورانو هم ښه مزدوري روانه وه، ځکه اکثری زیارت کوونکیو به یادو منجاورانو ته پېسې ورکولې.

ښاغلی امید زیاتوي چې د ډولکي بابا په اړه ځیني فلکلوریک روایات داسې دي چې نوموړی او میاعلي بابا هم عصره ولیان دي، خو ځینې روایات داسې هم دی، چې میاعلي صاحب د ډولکي بابا شاګرد و.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG