د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

درې ځایونوته خالي جیب مه ورځه!


د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د یوه حکومتي دفتر د موټ رله خریدارۍ څخه خبروو چې له خپل اصلي قیمت څخه په دوه چنده لوړ قیمت ېې اسناد محاسبه کیږي، خو رییس په دې هم قناعت نه کوي او وایي چې په څلور چنده دې حساب شي ځکه په ټولو حکومتي دفترونو کې په همدومره لوړه بیه حسابیږي! او علت ېې دا دی چې څو کسه په کې خپله، خپله برخه اخلي!

بیا "بدلې ملغلرې" در اوروو لکه دا ملغلره:
ـــ درې ځایونوته خالي جیب مه ورځه!
ـــحوزو او محکمو ته، لویو بزنس سنټروته او د نامزادې لیدو ته!

ور پسې به مو د اوسنۍ زمانې ددیني ورونو له نیتونو خبر کړو، هغوی چې د موبایل، فیسبوک او نورو له لارې نجونې د ورورۍ په دام کې نیسي!

په پای کې د هغه سړي کیسه در اوروو چې د خپلې چالاکۍ په واسطه په لږ وخت کې ځان لوړو موقفونو ته رسوي!

جوړوونکی: ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG