د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د خوست ښار پخیدونکي سړکونه او پر کیفیت يې د ښاریانو نیوکې


د خوست ښاریان د ښار د سړکونو د اساسي ترمیم په روان کار نیوکه کوي او وايي، که د دې کار کیفیت ته جدي توجه ونه شي، نو دا سړک به ډېر ژر تخریب شي.

دوی د نویو پخیدونکو سړکونو ستونزه دا بولي چې سړکونه جمپونه لري، سم نه دي پاخه شوي، د سړک اوبه نه وځي او په ځنو برخو کې د سړک پر خامو برخو ترکول او قیر اچول شوي دي.

بل لوري ته د خوست ښاروالۍ چارواکي که څه هم په دې برخه کې ځینې ستونزې مني، خو زیاتوي چې د ښار پخواني سړکونه غیر معیاري او د سړک جوړونې له اصولو خلاف جوړ شوي، نو ځکه د اساسي ترمیم سره، سره هم ځینې ستونزې په کې پاتې کیږي.

د خوست دوه تنه ښاریان ښه ښار کې د نویو پخیدونکو سړکونو په تړاو ازادي راډیو ته داسې وايي:

"زه چنارګل نومیږم، د خوست په ښار کې يې په خاورو ترکول توۍ کړل، ټيټ، جیګ او ټول جمپونه لري، سهي نه دی پوخ، ګرد يې سم صفاء نه کړ چې کله سړک صفاء شي، نو بیا ترکول سم وي.

۲-زه بادشاه خان یم، دا سړک روغ نه دی، په دې کې یوازې په خټو او خاورو يې ترکول توۍ کړل، نه يې هیات ګوري نه بل څه فقط پرې روان وي، هغه دی اوس هم کندې او جمپونه پکې بريښي، زه فکر نه کوم چې ډېر دوام به وکړي چې یو کال دوام وکړي هم ډېر دی."

د خوست ښار د سړکونو د جوړولو په باب انجینر اباسین روان وايي چې په اوسنیو سړکونو کې اصلي ستونزه دا ده چې سروې ګانې يې تقریبي دي، نو دا چې په دې پروژو ډېر لګښت کیږي، باید اول ډیزاین شوي وای.

د ده په خبره پخوا چې کوم سړکونه د مرسته کوونکو ادارو او ښاروالۍ له خوا جوړ شوي دوی هم ځینو ځایونو کې اسفارټ پورته کړي او ځینو ځایونو کې د ترکولو پر سر نور اسفارټ اچولی او د سړک مسلکي معیارونه يې په پام کې ندي نیولي.

اباسین روان زیاتوي، یو بله مهمه ستونزه هم یادوي او زیاتوي چې د لښتیو د تخریب له کبله د پاخه سړک لاندینۍ طبقې اوبه جذب کړي، چې پدې سره هم سړکونه زیان ویني.

یو بل کس چې په خوست ښار کې د ملکي روغتون او درش کلي د سړک په اوږدو کې دوکان لري او د سړک جوړولو بهیر له نږدې ویني خپل نظر راسره داسې شریکوي:

"زما نوم مزارګل دی د خوښت ښار اوسیدونکی یم، دا نوی سړک ډېر بې کیفیته دی، که په پښه يې ووهي، نو ترکول ځنې ځي، اوبه يې ندی وتلي ډنډ به په کې ولاړې وي، د هغه سړک چې اوبو لار ونلري، هغه سړک تر یو کال ډېر دوام نشي کولای."

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر که څه هم د ښاریانو نیوکې او انديښنې تر یوه بریده پر ځای ګڼي، خو زیاتوي، چې پخوا وخت کې د ښار نږدې ټول سړکونه د سړک جوړونې له اصولو خلاف جوړ شوي او د دې سړکونو داسې ترمیم چې دا ټول عیبونه ورک کړي، ډېرې بودجې ته اړتیا لري.

خوست ښاروال زیاتوي، د خوست د ملکي روغتون څخه د متون تر درش کلي پورې غځیدلی سړک اساسي ترمیم د کیفیت له اړخه داسې ستونزې نلري، چې د پروژې تطبیق دې تر سوال لاندې راولي.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر زیاتوي:

"دا سړک چې اول جوړیده دا د سرک سازی له نورمونو خلاف جوړ شوی دی، نقشه نلري، سروې نلري، ډیزاین نلري، موږ بودجې ته په کتو سره سږ کال مو یوازې د سړک د سفارټو ترمیم په پام کې نیولی دی، طبعاً هره پروسه چې تطبیقیږي له ستونزو خالي نه وي، موږ هم خپلو امکاناتو ته په کتو ستونزې لرو، خو ستونزې پدې کچه کې ندي چې زموږ د یوې پروژې تطبیق تر سوال لاندې راولي."

خوست ښاروال وړاندې وايي، دا مهال په ښار کې د اوه کیلومتره ښاري سړک د اساسي ترمیم په ګډون د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت اته پروژې تر کار لاندې دي، چې کارونه يې بشپړیدو ته نږدې شوي دي.

انجینر عبدالبصیر وویل، چې ډېر ژر به د ښار د کباړ سرای له سیمې څخه د مجاهد څلور لارې پورې د جادې دواړه سړکونه اساسي ترمیم کړي او د دې جادې په اوږدو کې به د اساسي ګلدان د جوړولو کار هم پیل کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG