د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

دوو بایسکل سپرو نجونو د بامیانو د خلکو لاټینونه تر ارګ ورسول


له ترکمنستانه افغانستان ته د بریښنا د مزي د مسیر د بدلون په غبرګون کې د بامیان ولایت دوه نجونې د اعتراض په توګه لاټینونه له بامیانو تر کابله پر بایسکل راووړ.

دغو نجونو چې نن له غرمې مخکې کابل ته راورسېدې، له ځان سره دوه لاټینونه هم حکومت ته د ډالۍ په توګه راوړي دي.

د سالنګ له لارې افغانستان ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا په غبرګون کې د مظاهرو په ترڅ کې دا ځل دوه معترضې نجونې له بامیانو تر کابله پر بایسکل راغلې.

له رسنیو سره په خبرو کې زهرا او ذکیې وویل چې دوی خپل ۱۷۹ کیلومتري سفر یکشنبې د سهار پر لس بجو پیل کړ او د دوشنبې په ورځ پر ۱۱ بجو کابل ته را ورسیدې.

له رسنیو سره په خبرو کې زهرا او ذکیې وویل چې دوی خپل ۱۷۹ کیلومتري سفر یکشنبې د سهار پر لس بجو پیل کړ
له رسنیو سره په خبرو کې زهرا او ذکیې وویل چې دوی خپل ۱۷۹ کیلومتري سفر یکشنبې د سهار پر لس بجو پیل کړ

زهرا خپلې غوښتنې له حکومته داسې مطرح کړې:

"خلک غواړي چې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مزې له خپل اصلي مسیر یعنې دوشي، بامیان او میدان وردګه تېر شي، دغه لاره هم د افغانستان د ملي اقتصاد په ګټه دی او هم متوازن انکشاف تضمینوي."

د دغو بایسکل چلوونکو په خبره خلک د کابل ـ بامیان پر لویه لاره د ناامنیو څخه شکایت کوي خو دوی په سپورټي جامو کې پر بایسکل د میدان وردګ له لارې کابل ته راغلي ترڅو د اعتراض په ډول دوه لاټینونه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي.

که څه هم حکومت ویلي چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا پروژه د تېر حکومت کابینې لاسلیک کړې، خو د مرکزي ولایتونو اوسیدونکي بیا وایي، اوسني حکومت د دغې پروژې مسیر له بامیانو سالنګ ته اړولی دی.

تېره اوونۍ زرګونه کسانو په کابل کې مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د دغې پروژې مزي له بامیانو تېر کړي.

جمهوري ریاست هغه مهال یوه کمېسیون ته دنده ورکړه چې د دغې پروژې هر اړخېزه څېړنه وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وایي، کمېسیون خپلې څیړنې پيل کړي او نتیجه به یې ژر له حکومت سره شریکه شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وایي، کمېسیون خپلې څیړنې پيل کړي
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم وایي، کمېسیون خپلې څیړنې پيل کړي

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د افغانستان د ټولو سیمو او اوس چې د مرکزي افغانستان او بامیانو د برېښنا په اړه خبرې کیږي ریښتینې ژمنه ده او په عمل کې به ثابته شي، موږ د کمېسیون د کار پایلو ته په تمه یو کله چې دغه کمېسیون د خپل کار نتیجې اعلان کړي د کمېسیون له نظر سره سم به په دې اړه تصمیم نیول کیږي."

دا چې دغې موضوع ته ټاکل شوی کمېسیون به څه وخت خپلې څېړنې بشپړې کړي او ایا نتیجې به یې معترضو ته د منلو وي او که نه؟ هغه پوښتنې دي چې وخت به یې ځواب کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG