د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

امریکا له پاکستان سره په مشروط ډول مالي مرستې کوي


د امریکا د استازو مجلس، د حقاني د شبکې په زپلو کې د اسلام اباد پر ناکامۍ ناهیلې ښودلې او غواړي چې له پاکستان سره پر پوځي مرستو قیودات زیات کړي.

د امریکا د استازو مجلس د ۲۰۱۷ میلادي کال لپاره ۶۰۲ میلیارده ډالره دفاعي بودیجه تصویب کړې خو له پاکستان سره یې د ۴۵۰ میلونو ډالرو پوځي مرسته د حقانې د شبکې پر ضد د اسلام اباد د نورو هڅو سره مشروطه وبلله.

د امریکا د استازو مجلس دا شبکه په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.

د استازو مجلس د امریکا د دفاع له وزارت څخه وغوښتل څو باوري کړي چې اسلام اباد د حقانې د شبکې پر ضد عملیات کوي او دې شبکې ته اجازه نه ورکوي چې له جنوبي وزیرستان څخه د پټنځای په توګه کار واخلي.

همدارنګه د امریکا د استازو د مجلس په وینا پاکستان باید ددې شبکې پر ضد عملیات له افغان حکومت سره په هم غږۍ ترسره کړي.

د چارشنبې د ورځې په غونډه کې د امریکا د استازو مجلس دا هم غوښتي چې په هغه صورت کې دې پاکستان ته پوځي مرستې ورکړل شي چې امریکا د حقاني د شبکې د مشرانو په نیولو او ددې شبکې پر ضد عملیات کې د اسلام اباد څخه پرمختګ وویني.

د امریکا د استازو د مجلس د پریکړې له مخې د دې هېواد د دفاع وزارت باید دا هم باوري کړي چې پاکستان د امریکا له مالي مرستو څخه دې هېواد کې د اقلیتونو خلاف کار نه اخلي.

دې مجلس همدارنګه شکیل افریدی چې د پاکستان له خوا بندی شوی یو نړیوال اتل بللی او له پاکستان څخه یې غوښتي چې نوموړی دې سمدستي خوشې کړي.

شکيل افریدی
شکيل افریدی

دې پاکستاني ډاکتر د اسامه بن لادن په پیژندنه کې د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې سره همکاري کړې وه.

پاکستان وايي د شکیل افریدي په اړه به د دې هېواد حکومت او محکمې پریکړه کوي او په دې برخه کې یې د ولسمشرۍ د څوکۍ د جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکايي سیاستوالو په انتقادونو په وړاندې د غوسې ډګ عکس العمل ښودلی وو.

د ازادي راډیو د مشال څانکې خبریال او ژورنالیست عبدالحۍ کاکړ چې د پاکستان حالات څاري وايي، پاکستان د وسله والو پر ضد عملیات ډیر کله د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کوي.

عبدالحی کاکړ وايي، د پاکستان لپاره د امریکا پوځي مرستې ډیرې مهمې دي.

خو د پاکستان د پوځ یو پخواني افسر ډګرمن سعد ازادي راډیو ته وویل، د اسلام اباد لپاره د امریکا د استازو د مجلس د نویو غوښتنو منل اسانه نه دي.

د ډګروال سعد په وینا د شکیل افریدي د خوشې کولو په اړه د امریکايي چارواکو ټینګار هم پاکستان په خپلو کورنیو چارو کې لاس وهنه ګڼي.

د امریکا د سنا د مجلس له خوا تصویب شوې د دفاعي بودیجې لایحه باید مخکې له دې چې ولسمشر اوباما یې لاسلیک کړي باید د امریکا سنا یې هم تصویب کړي.

د امریکا په سنا کې هم دا مهال د تروزیرم په وړاندې د پاکستان د چلند په اړه سخت انتقادونه موجود دي.

XS
SM
MD
LG