د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

ننګرهار کې نن د کورني کرکټ ګریډون سیالۍ پیلېږي


د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وايي د کورني کرکټ د لومړۍ درجې سیالی به د چهار شنبې په ورځ په ننګرهار کې پيل شي.

د کورني کرکټ مسؤل جاري عبدالرحیم زي د سې شنبې په ماذیګر په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې دغه سيالۍ يې د سید جماالدین افغان په نوم نومولي دي.

نوموړي وویل چې په دې سیالیو کې به د هېواد د لسو ولایتونو لوبډلې برخه واخلي:

"دغه لس غوره لوبډلې چې څلور د تېر کال نیمه فاینلست لوبډلې وې چې په دې کې ننګرهار، لغمان ، پکتیا او خوست وې او پاتې شپږ نور وتوانېدل چې ګریډ ون ته لاره پيدا کړه البته کاپيسا او بلخ وتوانیدل چې دوه کاله وروسته لاره پيدا کړه کونړ، کندهار او کابل لوبډلې هم وتوانېدل چې لاره پيدا کړي او شپږمه لوبډله د زابل لوبډله ده چې لومړی ځل دی ګریډ ون سیالیو ته لاره پيدا کړې."

نوموړي وويل چې دغه لس لوبډلې يې يه دوو ګروپونو ویشلي او هره لوبډله به په خپل ګروپ کې څلور سیالۍ ترسره کوي او له دواړو ګروپونو نه به غوره لوبډلې فاینل ته لاره پيدا کوي.

د عبدالرحیم زي په خبره دوی په دغو لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته زیات چانس ورکړی تر څو نوي استعدادونه رابرسېره شي:

"دغه پرېکړه مو کړې وه چې زموږ د کورني کرکټ پالیسی سره سمون هم خوري جې باید په هره لوبډله کې له پنځوس الی شپیته سلنه نوي ځوانان ولوبيږي او د مشرانو لوبغاړو مو احترامانه غوښتنه کړې او هم مو پرې بندیز لګولی و تر څو نوي ځوانان راشي او استعداد ښکاره کړي."

د ختیځ زون د کرکټ بورډ مشر بختیار ساحل وویل چې ختیځ یوازینی زون دی چې درې ولایتي لوبډلې په لومړی درجه سیالیو کې برخه اخلي.

دی وايي په دې سیمه کې وړتيا زیاته ده او همدا لامل دی چې د دې زون درې لوبډلو لومړی درجه سيالیو ته لاره پيداکړې:

"له نېکه مرغه د سپین غر زون د ختیځو ولایتونو لومړنی زون دی چې درې لوبډلې لغمان، کونړ او ننګرهار برخه لري او له نورو زونونو نه له دوو زیاتې لوبډلې نشته ددې لپاره ترتیبات دادي چې دا سيالی موږ په دوو میدانونو کې کوو ددې په خاطر چې له روژې مخکې پای ته ورسيږي او له دې سیالیو نه ځوانان کولای شي چې الف لوبډلې یا ملي ټیم ته لاره پيدا کړي."

د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وايي د لومړی درجه لوبډلو نه به هغه لوبغاړي چې په دې سیاليو کې خپله وړتيا ښکاره کړي د ملي لوبډلې لپاره لاره پيدا کړي.

د ویلو ده چې تېر کال د څلورو ولایتونو لوبډلې په لومړی درجه سیاليو کې شاملې وې خو سږ کال شپږو نورو ولایتونو هم دې سیالیو ته لاره پيدا کړه.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG