د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

کابل ښاریان وايي نننۍ مظاهرې له سختو ستونزو سره مخ کړي


په کابل کې د نن دوشنبې ورځې لویې مظاهرې د ښار اوسېدونکي او د بېلابېلو دولتي ادارو کارکوونکي له سختو ستونزو سره مخ کړل.

دوی وایي چې د کابل ښار د مرکزي برخې ټولې سیمې د کانټېنرونو په وسیلې بندې شوې او حکومت باید دا ورځ رخصتي اعلان کړې وای.

د کابل ښار د مرکزي سیمې لارې له څلورو خواوو بندې شوي او په سړکونو کانټېنر په داسې ډول ایښودل شوي چې پلي کسان هم نه شي ترې تېرېدلی.

دغه لارې ختیځ ته د عبدالحق څلور لارې، جنوب ته د عیدګا جومات، شمال ته د هوایي ډګر او لوېدیځ ته د شهرنو او شاه دوشمېره زیارت په سیمو کې بند شوې دي.

خلک د لارې د بندوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شول او انتقاد کوي چې که حکومت د شپې له خوا د لارو د بندولو پلان درلود، باید په کابل ښار کې یې رخصتي هم اعلان کړې وای.

د کابل ښار د مرکزي برخې ټولې سیمې د کانټېنرونو په وسیلې بندې شوې
د کابل ښار د مرکزي برخې ټولې سیمې د کانټېنرونو په وسیلې بندې شوې

دوو تنو کابل ښاریانو داسې وویل:

"د نننۍ ورځې ستونزې دادې چې هره خواته یې لارې بندې کړي دي، موږ خپل کور ته لاره نه لرو چې تېر شو، له دې نور څه په موږ وشي، نور له دې ډېرې ملنډې، د افغانستان په ښځو او نارینو په جوړوي."

"بد بختانه په لاره کې چې ګورو موانع ډېر دي، ډېرې ستونزې دې، سره له دې چې موږ پلې راغلو، هغې ته هم اجازه نشته، باید دا موضوع په پام کې ونیول شي او یوه ورځ وړاندې کوم ترتیبات چې دوی نیولی و، یوه ورځ وړاندې باید دوی د رخصتي اعلان کړی وای."

دغه مظاهره نن سهار د کابل ښار له لوېدیځې څنډې د مزاري له څلور لارې پیل شوه او مظاهره کوونکي د ښار مرکزي برخې یا میوند جادې خواته د راتګ په حال کې دي.

دوی له ځان سره هغه شعارونه لېږدوي چې پرې لیکل شوي، پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا غواړو.

مظاهره نن سهار د کابل ښار له لوېدیځې څنډې پیل شوه
مظاهره نن سهار د کابل ښار له لوېدیځې څنډې پیل شوه

جمهوري ریاست که څه هم تېره ورځ یوه کمېسیون ته دنده ورکړه چې له څېړنو وروسته د دغې پروژې ښه مسیر معلوم او په اړه یې پرېکړه وکړي، خو د ارګ سرچینې چې نوم نه اخلي وایي چې مظاهره کوونکي د ولسمشر له دغه کاره هم راضي نه دي.

د کابل امنیه قومانداني بیا وایي، د ښار د مرکزي سیمو لارې یې ځکه تړلي چې مظاهره په تاوتریخوالي وا نه وړي او خلک ترې ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمې ازادي راډیو ته وویل چې تر ډېره خلک د رسنیو څخه د دغې مظاهرې خبر و.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي

هغه زیاته کړه:

"د مطبوعاتو اوټلویزونونو له لارې، ټول ملت هم خبر و موږ هم خبر و، موږ ته دا مهمه وه چې د هغه مسلکي تکتیکونو او زغم نه کار واخلو چې، تر څو هم دیموکراسي تامین شي او نه هم چاته زیان ورسېږي اوهم مظاهر په تاوتریخوالی وا نه وړي، خپل امنیتي قواوي مو ډېر منظم پوه کړي و چې خدای مکړه مظاهره د تاوتریخوالې په لور ولاړه نه شي."

له دې وړاندې هم په کابل کې ورته مظاهرې شوي چې دوکانداران او عام خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې په کابل کې یوې مظاهرې ته دومره امنیتي تدابیر نیول کېږي چې پر سړکونو سر پر سر کانټېنر اېښودل کېږي.

د کابل ګارنیزیون له مظاهره چیانو غوښتي چې باید نظم مراعات شي او خبر داری یې ورکړی که چېرې تاوتریخوالی وشي، مسئولیت به یې د هغو کسانو پر غاړه وي چې مظاهره یې پلان کړې.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG