د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د کانونو د غیرقانوني او غیر مسلکي کېندنې وضعیت


د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره، د چارو کارپوهان او عام خلک په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني او غیر مسلکي کېندنې وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي وايي چې که حکومت او امنیتي ارګانونه یې مخنیوی ونه کړي د دغه هېواد راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ ده.

دوی د کانونو په غیرقانوني کېندنه کې د حکومت لوړ پوړي چارواکي، د ملي شورا غړي، زورواکي ټوپکوال او د حکومت وسله وال مخالفین تورن ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجراییه او د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې کمېسیون دغه ادعاوې نه مني.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د کانونو د غیرقانوني استخراج کوونکو پېژندګلوي او مخنیوی د امنیتي ارګانونو کار ګڼي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې برخه کې یې اقدامات کړي دي.

په دې اړه تفصیل زموږ د همکار اجمل تورمان په دې تفصیلي راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:38 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG