د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د ایران زابل ښار د نړۍ تر ټولو ناولی ښار بلل شوی


د ایران زابل ښار د چاپیریال له پلوه د نړۍ تر ټولو ناولی ښار بلل شوی. د ناولو ښارونو په لېست کې څلور نور بیا په هند کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ځینو ښارونو نومونه په دې لېست کې ځکه نه دي شامل کړي چې وايي، په هغو کې پر چاپیریال د څارنې سیسټمونه نشته.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ایران په زابل ښار کې ترټولو ناولی چاپیرال ثبت شوې چې د سږني اوړي د شګو توفان په کې یو له عواملو څخه بلل شوی دی.

سره له دې چې د نړیوال روغتیايي سازمان کارپوهانو دا منلې ده چې هند د چاپیریال د ککړتیا له جدي ستونزو سره مخامخ دی، خو دوی وايي، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې وضعیت دومره خراب دی چې ان د دې سازمان له خوا په چمتو شوي فهرست کې د هغو د نومونو شاملول ناممکن کار دی ځکه هلته د چاپیریال پر ککړتیا د څارنې سیسټمونه نشته.

د ایران زابل د چاپیریال د ککړتیا له پلوه د هند له ګوالیار Gwalior، الله آباد Allahabad، پتنه Patna او راجپور Raipur مخکې په لومړي ځای کې دی.

د چاپیریال ساتنې کارپوهان وايي، د ناولې هوا د عناصرو ذرې په اوږد مهال کې په انسان کې د سږي سرطانونه، مغزې سکتې او د زړه ناروغۍ رامنځ ته کوي او له وخته د مخکې مړینې باعث کیږي.

رویټرز خبري اژانس د روغتیا د نړیوال سازمان د سرچینو په حواله په خپل راپور کې وايي، د نړۍ نژدې اوه میلیونه انسانان د ناولې هوا له کبله د ناروغیو په نتیجه کې مري چې له دې ډلې د درې میلیونه کسانو د مړینې علت له کوره بهر ناولې هوا ده.

نوې ډیلې چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ تر ټولو ناولی ښار بلل شوی و هڅه کړې چې د شخصي موټرو د شمېر په کمولو سره په لنډه موده کې د مسموونکو ګازونو خپرېدل کنټرول کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان WHO د عامه اړیکو د څانګې مشرې ماریا نیرا د دې ستونزې د حل په مقصد د ملي پروګرام د جوړولو په خاطر د هند د حکومت هڅې ستایلې دي.

ماریانیرا ویلي، د نفوس د شمېر له پلوه ځیني ګڼ میشتي ښارونه ښايي په دې فهرست کې نه وي شامل ځکه په دې ښارونو کې وضعیت هومره خراب دی چې ان پر چاپیریال د څار سیسټمونه هم نه لري نو ځکه په دې فهرست کې د هغو د نومونو شاملول به له انصافه لېرې وي.

د نړۍ په ۳۰۰ ښاري سیمو کې د روغتیا د نړیوال سازمان سروې ښيي چې د بې وزلو هېوادونو په سلو کې د یوازې دوو ښارونو هوا د روغتیا د نړیوال سازمان له معیار سره برابره ده په داسې حال کې چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې دا فیصدي ۴۴ ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG