د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د کندز د ټرانسپورټ له ریاست سره د موټرچلوونکو ستونزې


د کندز – کابل د لويي لارې یو زیات شمېر موټر چلونکې شکایت کوي چې له دوی څخه د کندز ولایت د ټرانسپورټ ریاست چارواکي غیر قانونې پیسې اخلي.

دغه موټر چلونکې وايي، د ترانسپورټ ریاست پرته له دې چې ترانسپورټې اصول په پام کې ونیسې ان له شخصي موټرونو څخه هم غیرقانونې پیسې اخلي.

د کندز – کابل د لويي لارې یو شمېر موټر چلونکو ازادي راډيو ته وویل:

"زه فهیم یم، د ترانسپورت ریاست دا حق نه لري چې له شخصي موټرونو څخه پیسې واخلي او دوی باید ټکسې موټرونو ته پارچه ورکړي،همدارنګه له لایحې څخه ډېرې اخلي.

-زه نورالله یم، له موږ څخه د ترانسپورټ مامورین غیرقانونې پيسۍ اخلي، ځکه په لایحه کې ۲۰ افغانۍ دي خو دوی له موږه په وچ زور ۱۰۰ افغانۍ اخلي. "

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړې امرالدین ولي بیا وايي چې د ترانسپورټ ریاست له موټر چلونکو څخه د ټکس او کمیشن په نوم پیسې اخلي، خو دغې ادارې تراوسه پورې په کندز کې یې د ټرانسپورټې خدمتونو په برخه کې یې کوم کار نه دې کړي.

د کندز د ولایتي شورا غړې امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا غړې امرالدین ولي

ښاغلي ولي په دې اړه زیاتوي:

"دغه ټکسي چلونکې موږ خواته هم راغلي وو او له همدې موضوع څخه یې شکایت کاوه، خو د ترانسپورټ اداره له دوی څخه د ټکس او ماليي په نوم پیسې اخلي، خو دغې ادارې تر اوسه پورې یې په دې ولایت کې یو تم ځای هم نه ده جوړ کړی."

بل خوا ته د کندز د ترانسپورت ریاست رییس سید جواد جلالي بیا د موټر چلونکو دغه ادعا ردوي او وايي چې دوی د لایحې په مطابق له مسافر وړونکو موټرونو څخه پیسې اخلي.

د کندز د ترانسپورت ریاست رییس سید جواد جلالي
د کندز د ترانسپورت ریاست رییس سید جواد جلالي

ښاغلي جلالي وویل:

"زموږ د ادارې په مربوطاتو کې غېرقانوني پیسې نه اخېستل کیږي او په هډو کې یوازې ترانسپورټې کمیشن اخېستل کیږي او هغه هم د لایحې په مطابق او بندرونو زموږ د کنټرول لاندې دي، خو په دې اړه موږ بیا هم خپل څارنه کوو."

دغه موټر چلونکې وايي چې له سوداګریزو توکو او مسافر وړونکو موټرونو څخه غیر قانوني پیسې په وچ زور د جزیه په شان اخېستل کیږي او د دغو پیسو ډېر برخه شخصي جیبونو ته ورځي.

اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG