د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

د علي حیدرګیلاني د خوشې کېدو په اړه نړيوالې تبصرې


واشنګټن پوسټ په پکتیکا کې د پاکستان د پخواني صدراعظم د زوی، علي حیدر ګیلاني د ژغورلو لپاره د امریکا د سپیشل فورس او افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي:

"د پاکستان پارلمان ته د کاندید او د دې هېواد د پخواني صدراعظم د زوی علي حیدر ګیلاني د ازادۍ لپاره د عملیاتو بري په دواړو هېوادونو کې خلک خوشاله کړي دي."

د ورځپاڼې حواله، د پاکستاني سیاستوالو لپاره علي حیدر ګیلاني تر ټولو ستر سیاسي نوم و چې له ترورېزم سره د اسلام اباد په مبارزه کې نیول شوی و.

له بله پلوه، د ګیلاني د خوشې کولو لپاره د افغان پوځ د عملیاتو بریالیتوب دا بیا تائید کړه چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو، سره له دې چې لاهم له امریکايي قواوو سره ګډ کار کوي، د ترورېزم پر ضد د مبارزې په پیچلو عملیاتو کې مهارت پیدا کړی دی.

خو بیا هم، د ورځپاڼې په وینا، دا عملیات څرګندوي چې د امریکا پوځ لا هم د افغانستان په ۱۴کلن بحران کې ستر لوبغاړی دی.

اوس مهال په افغانستان کې۹۸۰۰امریکايي عسکر دیره دي چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په دې هېواد کې یوازې د اسلامي دولت/داعش د وسله والو پر ضد۷۰زیاتې هوايي حملې کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

د پکتیکا په ګیان سیمه کې له وسله والو د علي حیدر ګیلاني د خوشې کېدو لپاره بریالي عملیات به د پاکستان پر پوځ لا زیات فشار راولي څو په خپله خاوره کې د افغانستان پر دښمنانو د حملو لپاره هڅې زیاتې کړي.

نیوزویک خپرونې هم پر همدې مسئله تبصره کړې او یو ځای یې لیکلي:

"علي حیدر ګیلاني درې کاله مخکې، په ملتان کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال وتښتول شو. وسله والو د پېښې پرمهال د هغه پر دوو همکارانو ډزې وکړې او هغوي يې ووژل."

د نیوزویک په وینا، علي حیدرګیلاني د پاکستان پيپلز ګوند له خوا کاندید و او دا هغه ګوند دی چې وسله والو طالبانو تل حملې پرې کړې دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه د بریتانیې د صدراعظم پر ورورستیو خبرو تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

"ډیویډ کامېرون ښايي پر دې حیران وي چې ملکې دوهمې الیزابت ته د افغانستان او نایجیریا په اړه

د ده خبرې د زیاتو ورځپاڼو په سرلیک کې خپرې شوې دي.

خو د افغانستان او نایجیریا اوسني مشران ښه پوهیږي چې هېوادونه یې څومره په اداري فساد کې ښکیل دي."

د ورځپاڼې په وینا، دواړو مشرانو د انتخاباتو تر ګټلو وروسته، په خپلو هېوادونو کې د اداري فساد د فرهنګ د بدلولو هڅې پيل کړي دي.

ګارډین د ولسمشرغني دا وینا خپره کړې چې وايي:

"اداري فساد یو ملي شرم دی او موږ به یې پر ضد یو ملي کمپاین پیل کړو څو خلک هم برخه په کې واخلي."

XS
SM
MD
LG