د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د ایراني پولیسو له خوا د وژل شویو افغانانو قضیه دي جدي وڅېړل شي


د افغانستان ولسي جرګې د ایراني پوله ساتونکو له خوا د یو شمېر افغانانو وژنه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف کار و باله او له حکومته یې د دغې قضیې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د دغې جرګې اداري پلاوي ازادي راډيو ته وویل چې افغانان د بېلابېلو دلایلو لکه بې وزلي او بې کارۍ له وجې د هېواد پریښودلو ته اړ شوي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا د دغه هېواد پر پوله د افغانانو وژل د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده او حکومت یې باید په جدیت سره وڅېړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ګاونډي ملکونه باید دې ټکې ته جدي پام وکړي چې تپل شوې جګړه له دغه هېواده د غیر قانوني کډوالیو د زیاتېدو دلیل دی.

افغانان د بېلابېلو دلایلو لکه بې وزلي او بې کارۍ له وجې د هېواد پریښودلو ته اړ شوي دي.
افغانان د بېلابېلو دلایلو لکه بې وزلي او بې کارۍ له وجې د هېواد پریښودلو ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"دا چې کډوال د فشار په نتیجه کې یو بل هېواد ته کډوال کېږي، دوی په یو عادي حالت کې نه دي چې وکړای شي له قانوني لارو پریکړه وکړي، دغه حالت هغوی مجبوروي چې یو امن ځای ته پناه وروړي او هغه هېواد بیا د نړیوال قانون له مخې هیڅ کله دا حق نه لري په اړه یې وروستۍ پریکړه وکړي او هغوی هدف و ګرځوي، دا د ټولو نړیوالو او انساني حقوقو خلاف کار دی."

خامه پرس د ایراني رسنیو په حواله لیکي د شنبې په ورځ د دغه هېواد سرحدي ځواکونو د غیر قانوني افغانانو پر موټر ډزې کړي، پنځه تنه یې وژلي او دیارلس نور یې ټپیان کړي دي.

له دې وړاندي په وار وار یو شمېر افغانان د ایران له پولې د تېرېدو پر مهال د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او یو شمېر هم ظاهراً د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام شوي دي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوه عبدالکبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل چې د ایراني پوله ساتونکو دا کار د ملګرو ملتونو له منشورونو څخه خلاف دی.

دی وایي افغان حکومت باید په جدیت سره دا موضوع و څېړي.

د ایراني پوله ساتونکو دا کار د ملګرو ملتونو له منشورونو څخه خلاف دی.
د ایراني پوله ساتونکو دا کار د ملګرو ملتونو له منشورونو څخه خلاف دی.

هغه زیاته کړه:

"دا اول او آخر وار نه دی، باید مذاکرات وشي، پروتوکولونه او قراردادونه لاسلیک شي چې که دغه ډول پېښې کېږي نو څرنګه عکس العمل باید متاقبل ملک و ښیې اوس هم زه په افغان حکومت غږ کوم چې دوی باید د دې موضوع په اړه جدي اقدامات وکړي."

و مو غوښتل په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر واخلو خو له پر له پسې تماسونو سره سره د دغه وزارت مسوولین خبري کولو ته حاضر نشول.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي افغان حکومت مجبوره دی چې د خپلو وګړو د حقونو ملاتړ وکړي او د ایران پر وړاندي یې چوپتیا د منلو وړ نه ده.

نوموړی وایي دا کار نباید د ایران د سفیر په احضارولو خلاصه شي بلکې باید له جدیته کار واخیستل شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG