د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د پنتاګون راپور ښیي چې افغان ماموریت مبهم دی


د امریکا د دفاع وزارت هغه وروستۍ راپور چې په کندز کې پر یوه روغتون د امریکا د هوایي بمباري په اړه د څېړنې په نتیجه کې خپورشوی، ښیي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ماموریت مبهم دی.

تېر کال له طالبانو د کندز ښار د بېر ته نیولو لپاره د سختو جګړو په ترڅ کې امریکایي ځانګړو ځواکونو چې له افغان ځواکونو سره یې د مشاورینو په توګه کارکاوه، له خپلو قوماندانانو څو ځلې غوښتنه کړې وه چې ورته ووایي څومره کولای شي د دې ښار په بېرته نیولو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

خو د رویترز د راپور له مخې عیني شاهدانو چې د پنتاګون په څېړنیز راپور کې ورسره مرکې شوې ویلي چې دوی ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

د پنتاګون دغه راپور چې محتوا یې په ډاګه شوې، د دې ښکارندوي کوي چې د امریکایي ځواکونو ماموریت په افغانستان کې مبهم دی.

په داسې حال کې چې وسله وال طالبان پیاوړي شوي، د د ښمن له حملو د امریکایي مشاورینو ځان بچول هم ورځ تربلې سختېږي.

د هغو مشاورینو چې په افغانستان کي د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د ناټو د محارب ماموریت له پای ته رسیدو وروسته په جګړو کې برخه نه اخلي بلکې دنده یې افغان ځواکونو ته سلا مشوره ورکول دي.

د رویترز په لیکنه د جګړې په ډګر کې کرښې کېدای شي مبهمې وي او افغانستان هم له دغې ستونزې مستثنی نه دی.

په دې اړه په عراق کې هم د امریکایي ځواکونو د رول په اړه په تېره بیا هغه مهال ډېرې پوښتنې راپورته شوې چې روانه میاشت د امریکایي پلي سمندري ځواکونو یو سر تېری د اسلامي دولت ډلې وسله والو وواژه.

په کندوز کې پر یوه روغتون د امریکایي ځواکونو د هوایي بمباري په اړه څېړنه کې د ځانګړو ځواکونو یوه غړي مستنطقینو ته ویلي، داچې تاسي څومره غواړئ مخ ته ولاړشی دا مناسب ځواب دی بلکې له موږه څومره غواړئ چې مخ ته ولاړشو.

په دې پېښه کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د روغتیایي کارکونکو او ناروغانوپه ګډون ۴۲ کسان ووژل شول.

دا پېښه د طالبانو له خوا د لنډې مودې لپاره د کندز ښار د نیولو یوه لویه غمیزه وه او داسې نه انګېرل کېږي چې دغه تېروتنه دې د جګړې په قواعدو کې د ناڅرګندوالي نتیجه وي.

د پنتاګون اوه سوه مخیز راپور چې ډېرې پاڼې یې د امنیتي دلایلو له امله تورې شوي، دي مسلې ته ډېر پام ته اړوي چې په بشپړه توګه په قواعدو څوک نه پوهیږي، حتي ځینې هغه سرتېري چې عملاً له افغان ځواکونو سره په جګړه کې مرسته کوي او دا هغه څه دې چې په دې هېواد کې د سخت دریځو وسله والو د ماتولو لپاره ماموریت له خطرسره مخامخ کوي.

که څه هم لوېدیځ تریوه حده دا منلې چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو رول ډېر د درک وړندی خو د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال چارلس کلیولاند دا ردکړه چې ګوندې پوځیانوته په عمومي توګه دغه ماموریت مبهم دی.

هغه وویل، د کندز په پېښه کې له تېروتنو وروسته د دې لپاره چې په راتلونکې کې دا ډول سوتفاهم بیا رامنځ ته نشي، په افغانستان کې دېره له نهو زرو زیاتو امریکایي سرتېرو ته نوره روزنه ورکړل شوې ده.

د رویترز په لیکنه انتقاد کونکي وایي، دغه سوتفاهم ته سیاسي مصلحتونو هم لاره هواره کړي ځکه امریکایي مشران غواړي د افغانستان ماموریت داسي وښي چې هغه یوازې د افغان ځواکونو په ملاتړ متمرکز دی، هغه ځواکونه چې دغه جګړه باید په خپله مخ ته یوسي.

د لوېدیځ یوه لوړپوړي چاروکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته وویل، د لوېدیځ په پلازمینو کې هیڅوک نه غواړې په دې مسلې اعتراف وکړي چې د افغانستان جګړه مخ په خرابېدو ده او ځواکونه یې تراوسه هره ورځ محارب ماموریتونه سرته رسوي.

XS
SM
MD
LG