د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

عالمان:د پولیو ضد واکسین حلال او په ضد يې ډنډورې سیاسي دي


په کونړ کې ديني عالمانو په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د پولیو ضد واکسین د اسلام په مقدس دین روا دي او هیڅوک د حراموالي په اړه کوم دلیل نه شي وړاندې کولې، نو ټولو خلکو ته پکار دي چې خپل بچې د فلج د لاعلاجه ناروغۍ څخه د ژغورلو په خاطر واکسین کړي.

دوی وايي، څوک چې د واکسینو مخالفت کوي هغوی په دین نه پوهیږي او یوازې د لارو کوڅو درواغجنې اوازې يې اوریدلي دي.

په کونړ کې د عامې روغتیا رئیس سرپرست رئیس ډاکټر احسان الله فضلي غونډې ته وویل، په روان زیږدیز کال کې په کونړ کې د فلج درې مثبتې پېښې پیدا شوي او که په ګډه د پولیو د مخنیوي لپاره کار ونه کړو نو امکان لري چې دیته ورته نور ماشومان هم په دغه مرض اخته شي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه:

"په روان دوه زره شپاړسم کال کې موږ د شلتن په ولسوالۍ کې د پولیو درې مثبتې پېښې لرو، دا په داسې ساحه کې پیدا شوي چې هلته له تېرو څلورو کالو وسله والو د واکسینو کمپاینونو ته اجازه نه ده ورکړې."

کونړ والي وحیدالله کلیمزي دیني عالمانو ته وویل، له تېرو څو لسیزو، په هېواد کې افغانان د بېلابېلو خلکو په فتوو وژل کیږي، هغوی ځانونو ته هرڅه حلال او روا ګڼي خو افغانستان کې د کوچنیو ماشومانو لپاره د واکسینو دوه څاڅکي او نور روا شیان د دې لپاره حرام بلي چې افغانان د ښې ورځې خاوندان نه شي، نو دیني عالمانو ته پکار دي نور افغان وژنې ته د پای ټکی کیدي:

کونړ والي وحیدالله کلیمزي
کونړ والي وحیدالله کلیمزي

"د دښمنانو دلاسه هره ورځ د کونړ سیند اوبه د افغانانو په وینو سرې وې، هرې خوا ته افغانان وژل کیږي، اوس افغانان په دې پوهیدل چې روان جنګ تحمیلي دی.علما کرام باید په اخلاص قدم پورته کړي، د جګړې بلې غاړي ته څرګنده کړي چې د افغان اوسنی نظام اسلامي دی او باید چې نور له افغان وژنې،ورور وژنې لاس واخلي."

مولوي سید ولي الله وايي، نن چې د پولیو ضد واکسینو خلاف کومه ډنډوره خپره شوې دا یوه سیاسي بڼه لري، هیڅ څوک د واکسینو د حراموالي په اړه څوک دیني ثبوت نه شي پیدا کولای:

"په علمي حساب باندې فکر کووم دا فتوا به چا نه وي ورکړې، دا سیاسي فتواوې دي چې ورکړي يي دي.نبي علیه السلام فرمايي: پاکوالی د ایمان جز دی، په پاکوالي کې روغتیا ده،په پاکوالي کې له ناروغیو ژغورېدل دي.په پاکوالي کې وقایه پرته ده او همدا وجه ده چې رسول الله ص خپل امت د پاکولو طرف ته هڅولی دی."

مولوي رحیم الله وویل. د اسلام مقدس دین طهارت او پاکوالی ځکه د ایمان برخه ګرځولې چې د ناروغیو مخنیوی وکړي نو واکسین هم له مرضونو څخه د انسانانو د ژغورنې غوره او روا طریقه ده.

د غونډې برخه والو ته هغه کوچنی او ګلالی ماشوم هم وښودل شو چې د واکسینو نه رسېدو په وجه فلج شوی، مولوي سمیع الله ریحان وویل، کاش چې اوس هغه څوک دلته موجود وی او دا ماشوم يې لیدلی وای چې چا پردۍ فتوې په جیبونو کې اچولې او ماشومانو ته د واکسینو مخه نیسي:

د غونډې برخه والو ته هغه کوچنی او ګلالی ماشوم هم وښودل شو
د غونډې برخه والو ته هغه کوچنی او ګلالی ماشوم هم وښودل شو

"کوم ماشوم چې فلج شوی،پښې ځان پسې راکاږي، د هغه په مور او پلار به څه تیریږي، د هغه په کور کې هر ساعت ویر او ژړا ده، خلک د خپلو بچو لپاره غوره ښوونځی،غوره مدرسې او پوهنتونونه غواړي،پتلون او جامې غواړي خو زما د لېرې پرتې سیمې یو غریب اوبې وسه ماشوم ته واکسین حرام ګڼي او ورته واکسین نه ورکوي، څو فلج شي."

غونډې ته نورو زیاتو علما کرامو او ډاکټرانو ویناوې وکړې او په خلکو یي غږ وکړ چې باید نور خپلو بچو ته د پولیو ضد واکسین وکړي او ماشومان د فلج له لاعلاجه ناروغۍ وژغوري.

ډاکټران وايي، په دوه زره شپاړسم کال کې په ټول هېواد کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې موندل شوي چې یوه په هلمند، یوه په کندهار او درې يې د کونړ په شلټن ولسوالۍ کې دي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG