د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

تر راتلونکو ۳ میاشتو افغانستان ته ۱۲جنګي طیارې سپارل کېږي


د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان وايي چې هوايي ځواک د تېر کال په پرتله زیات پرمختګ کړی دی.

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ ازادي راډیو ته وویل چې په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې پر هوايي ځواک نهه A-29 الوتکې زیاتې شوي دي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

جنرال عبدالواهاب وردګ
جنرال عبدالواهاب وردګ

"دغه طیارې په ټول افغانستان کې له بم ارکېټ او توپ څخه استفاده کوي خوشبختانه دغه طیارې ډېر کم مصرفه دي او په لېزري شعاع سره هم سمبالې دې."

په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز جنرال جوریف ډانفورد فارن پالیسي خپرونې ته په مرکه کې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو هوايي قوه نورې پیاوړتیا ته اړتیا لري او کله چې دوی ولسمشر اوباما ته سپارښتنې کوي دې مسلې ته به په کې پام وکړي.

ده ویلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه ستونزه د هوايي ځواک وه چې تازه یې وده پیل کړې وه.

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان جنرال وردګ وايي چې له جون میاشتې څخه به د افغانستان هوايي ځواک نورې جنګي الوتکې هم ترلاسه کړي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"د دغه ۱۲ MD 35 طیارو سپارل چې راکېټ سره سمبال دي د روان کال په جون میاشت کې پیلېږي او په درې میاشتو یعني جون، جولای او اګست کې به څلور څلور طیارې هېواد ته را ورسېږي له بل پلوه به زموږ هلیکوپټرې د ترمیم لپاه بلغاریا او چک جموریت ته واستول شي."

دانفورډ هم تایید کړې چې د افغانستان هوايی ځواک پرمختګ پیل کړی دی، ده ویلي، نه پوهېږي چې د افغانستان هوايی ځواک ته ورکړای شوې الوتکې به د افغانستان ستونزو ته په پام کافي وي او که نه وي.

ده د افغان هوايي ځواک د الوتکو کموالی نیمګړتیا وبلله خو ویې ویل:

د امریکا لوی درستیز جنرال جوریف ډانفورډ
د امریکا لوی درستیز جنرال جوریف ډانفورډ

"پوهېږم چې د هوايي ځواک نیمګړتیا شته او موږ غواړو چې دا ستونزه لېري کړو."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له دغو الوتکو څخه د هېواد په مختلفو سیمو کې اغېزمن کار اخلي.

دفاع وزارت دا هم وايي چې ګڼ شمېر بې پېلوټه کشیفي الوتکې ورکړای شوي دي او ټاکل شوې ده چې نورې هم ترلاسه کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې دغو الوتکو ښه نتیجه ورکړې ده.

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ وايي چې د نویو ترلاسه کړیو اې ۲۹ سوپرتوکانو الوتکو پېلوټان، تخنیکي عمله او انجینران په امریکا کې روزل شوي او هېواد ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG