د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

عبدالله: هیڅ دولتي اداره د خبریالانو او رسنیو د ګواښلو حق نه لري


د افغانستان اجرائیه رئیس په افغانستان کې د بیان ازادي د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د رسنیو د کارکوونکو د قربانیو لاسته راوړنه ګڼي.

اجرائیه رئیس د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د اواري په وړاندې د حکومت پړتوب مني خو خبرداری ورکوي چې هیڅ یوه دولتې اداره دا حق نه لري چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دوی د کار له امله نېغه په نېغه وګواښي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د بیان ازادي د خلکو په ځانګړي ډول د رسنیو د کارکوونکو د قربانیو لاسته راوړنه وګڼله.

نوموړي زیاته کړه:

"د بیان ازادي د افغانستان د خلکو لاسته راوړنه ده او د افغانستان د خلکو د قربانیو نتیجه ده په ځانګړي ډول د رسنیو، د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د اواري په وړاندې د حکومت مسؤلیت په هيڅ ډول قانع کوونکی نه و."

ښاغلي عبدالله دغه شان وویل چې امنیت د خبریالانو یواځنۍ ستونزه نه ده خو د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب په هدف حکومتي هڅې روانې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت په دې ورستیو کې په یو طرزالعمل کاري کوي چې له مخې به یې تر ډېره د رسنیو او ژورنالیستو خوندیتوب تضمین شي.

د افغانستان له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې نی د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې په دغه هېواد کې ۸ خبریالان وژل شوي شل تنه نور تپیان او د ډېریو پر وړاندې له تاوتریخوالي هم کار اخیستل شوی.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارات وايي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو په هدف د ولسمشر د دوهم مرستیال سرورو دانش په مشرۍ کار روان دی.

عبدالباري جهاني په کابل کې د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل دوی هڅه کوي چې دا لړۍ چټکه شي.

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو په هدف کار روان دی.
د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو په هدف کار روان دی.

هغه زیاته کړه:

"په تېرو څوارلسو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۶۲۵ قضیو د څېړلو په موخه د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ کار روان دی، موږ به کوښښ وکړو چې پروسه یې چټکه شي."

په ورته وخت کې د رسنیو د ازادۍ د ورځې په مناسبت بیا د ولسمشر محمد اشرف غني په خپور شوي پیغام کې چې ازادي راډیو ته رسېدلی راغلي چې افغان حکومت د رسنیو څخه د ملاتړاو د بیان د ازادۍ د بنسټیزه کولو په برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي.

په پیغام کې دغه شان ویلي شوی چې د رسنیو د ازادۍ د پیاوړتیا په هدف د ده او مېرمنې غني له خوا نادر نادري د بیان د ازادۍ د سفیر په توګه نومول شوی دی.

په پیغام کې راغلي چې د بې پولې خبریالانو د ټولنې په راپور کې افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه کې ښه درجه خپله کړې او د یادې ټولنې له خوا د اطلاعاتو د رسونې د اتل مډال هم یوې افغاني رسنۍ ته ورکړل شوی دی.

د بیان ازادي کوم چې د بې پولې خبریالانو د ټولنې د ورستي راپور له مخې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې افغانستان ۱۲۰ ځای خپل کړی په تېرو څوارلسو کلونو کې د حامد کزري او محمد اشرف غني د حکومتونو د لومړۍ درجه شعارونو څخه و او دی.

خو د خبریالانو څخه د ملاتړ یو شمېر ټولنې وايي چې دا شعار تر ډېره کابل پورې محدود دی او په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د بیان د ازادۍ په وړاندې بې شمېره ګواښونه موجود دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG