د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د کارګرانو نړیواله ورځ او په افغانستان کې د بېکارۍ زیاتوالی


نن د نړۍ له کارګرانو سره د پیوستون ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د افغانستان د کارګرانو سراسري تولنې په جلا جلا ډول ولمانځله.

د افغانستان د کارګرانو د سراسري ټولنې سلګونو غړو دغه ورځ په یوه اعتراضي لاریون ولمانځله او د ځوانانو ته یې د کار موندنې په برخه کې د دولت پر فعالیتونو انتقادونه وکړل.

د نړۍ له کارګرانو سره د پیوستون ورځ چې د می د میاشتې له لومړۍ سره برابره ده، د افغانستان د کارګرانو د سراسرې ټولنې او د کار او ټولنیزو د وزارت لخوا ولمانځل شوه.

د افغانستان د کارګرانو د سراسري ټولنې سلګونه غړو په دې ورځ له زړو مکروریانو څخه تر عید ګاه جومات پورې لاریون وکړ او له حکومته یې د کار غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې رئيس معروف قادري وویل، له هېواده د ځوانانو د وتلو، په مخدرو موادو د دوی د روږدېدو او حتی له مخالفینو سره د دوی د یوځای کېدو یوازیني علت بېکاري ده.

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې د کار د جوګه کسانو شمېر۱۴میلیونه دی، یو میلیون یې په پوځي او ملکي سکټورونو کې کارکوي او نور يې په خصوصي سکټور په کارونو بوخت دي خو په خصوصي سکټور کې دا کار توپیر لري او کارګران په کې له وزګارتیا سره مخ کېږی، سربېره پر دې په ولسوالیو هم ګڼ شمېرخلک د ناامنیو له امله وزګار دی، کره شمېره یې نه ده معلومه خو د هغوی شمېر هم میلیونونو ته رسېږي."

په غونډه کې ګڼ شمېر کارګرانو وویل، هره ورځ د کابل ښار په واټونو کې د کار موندنې په نیت راټولېږي خو په اوونۍ کې ورته یو یا دوه ورځې کار پیدا کېږي.

یوه کارګر د خپلې ستونزې په اړه داسې وویل:

"موږ ته څلور یا څلورنیم زره افغانۍ تنخوا راکوي، دا د کور کرایه کړو، اولاد ته پرې ډوډۍ واخلو، د کور خوراکي موادو ته یې کړو، څه پرې وکړو؟"

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل د کار لپاره ترټولو مهمه د کار قانون او مقررې دي او هڅه کوي چې دا قانون ژر تصویب شي.

دې وویل د دې قانون له مخې به ګڼو کارګرانو ته په هېواد کې دننه او بهر د کارزمیني برابرې شي.

دې زیاته کړه:

"د ضرورت وړاسنادو د تسوېدیدو لړۍ روانه ده، همدارنګه د کار د پالیسۍ لومړۍ مسوده، بهر ته د کارګرانو د لېږلو او د کارموندنې پالیسي جوړېدو ته نږدې شوې ده، تمه ده په درې میاشتو کې دغه پالیسۍ بشپړې شي او له پلې کېدو سره یې د وزګارو ستونزه کمه شي."

نسرین اوریا خېل وویل، د عربي هېوادونو په تېره له سعودي عربستان سره یې خبرې کړي او په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغان او سعودي چارواکو ترمینځ یو تفاهمنامه لاسلیک شي او د هېواد فني کارګران به هغه هېواد ته ولېږل شي.

کارګرانو داهم وویل حکومت په شاوخوا څوارلسو کلونو کې د شته ستونزې اواري ته له دوی سره پرله پسې ژمنې کړي، خو عملي پرې نه دی شوی.

د افغانستان جمهور رئیس غني څه موده مخکې په خپلې یوې وینا کې ویلي چې د کارکرانو د ستونزو حل د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG