د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

"د اوباما وروستی چانس چې دا دایمي جګړه پای ته ورسوي"


د تیرو ۱۹ میاشتو په ترڅ کې امریکا د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادو کې یوازې د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو بسنه نه ده کړې.

امریکا په افغانستان، عراق او سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې له خپلو ځانګړېو ځواکونو هم کار اخیستی دی.

دا موضوع نیویارک ټایمز ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې «د اوباما وروستی چانس چې دا دایمي جګړه پای ته ورسوي» لیکي:

د امریکا ولسمشر یوه نیمه لسیزه مخکې دا واک ترلاسه کړ چې امنیتي ځواکونه په خپل امر بهرته استوي، یعنې د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د یوولسمې له پېښې وروسته.

هغه وخت د امریکا ولسمشر جورج بوش له کانګرسه وغوښتل چې ولسمشر ته د ابد لپاره په بهر کې له ځواکونوه د استفادې اجازه ورکړي، خو کانګرس ورسره ونه منله او موافقه یې وکړه چې د هغو پر ضد له ځواکونو کار اخله چې د سیپتمبر د یوولسمې په پېښه کې لاس لري، لکه القاعده او طالبان چې القاعده ته یې پناه ورکړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

نن طالبان په افغانستان کې واکمنان نه دي، اسامه بن لادن وژل شوی او د سېپتمبر د یوولسمې نېټې د پېښې اصلي عاملان یا وژل شوي یا نیول شوي، خو بیا هم له ولسمشر سره په بهر کې د ځواکونو د استعمال پخوانی واک په خپل حال دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د اوباما د واکمنۍ نهه میاشتې پاتې دي او ښایي د دې واک مساله بیا راپورته کړي.

اوباما پخوا لا د دې اوږدې جګړې په اړه خبرداری ورکړی و، خو د ده ادارې استدالال کاوه چې هره هغه ډله چې په امریکا کې د بریدونو نیت لري هرو مرو له القاعده او طالبانو سره یو ډول اړیکې لري.

نیویارک ټایمز لیکي:

د امریکا نوې اداره به له دې واکه ګټه واخلي، ښایي نوی حکومت په ځانګړي ډول اهداف په نښه کړي یا لکه څرنګه چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ترید کروز چې ویلي دي، پر دښمن دې درنه بمباري وشي.

د ورځپاڼې په وینا ښایي نوې ولسمشرته له بحث وروسته د اړتیا له مخې ډیر واک وسپارل شي او داسې نه وي لکه کانګرس چې د اوباما واک محدود کړی دی.

ګارډین:

د لویدیځ یوې بلې ورځپاڼې ګارډین بیا خبر ورکړی دی چې د امریکا دفاع وزارت به په څو ورځو کې په کندز ښار کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ تحقیقي راپور خپور کړي.

دا پېښه تېر کال هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو د کندز ښار نیولی وو او امریکایي الوتکې پر دې روغتون په بمباري کې ۴۲ ملکېان ووژل.

ګارډین د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا لیکي چې دغه راپور به چې ډیر وخت وځنډیده د دې اوونۍ تراخره خپور شي.

د دې پېښې په تړاو تر اوسه د یو شمېر امریکایي پوځي افسرانو دندې ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG