د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د افغان قاضیانو د امنیت په اړه اندیښنې


د افغانستان د سترې محکمې رییس د هېواد د قاضیانو د امنیت په اړه اندیښنه ښودلې.

قاضي القضات سید یوسف حلیم ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې د قضايي ادارو پر کار کوونکو د مرګونو حملو یادونه وکړه.

ښاغلی حلیم دا اندیښنه په داسې حال کې ښيي چې د هرات ولایت د استیناف څارنوال پرون د ناپیژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د سترې محکمې رییس په افغانستان کې د قاضیانو او څارنوالانو پر نه خوندیتوب اندیښنه څرګنده کړه.

له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې د افغانستان قاضي القضات سیدیوسف حلیم که څه هم یادونه وکړه چې امنیتي ادارو د قاضیانو او د عدلي او قضايي ادارو د کار کوونکو د امنیت په برخه کې د ځانګړو اقداماتو ډاډ ورکړی خو ده زیاته کړه چې په تېرو دوو میاشتو کې درې تنه قاضیان وژل شوي دي.

ښاغلي حلیم زیاته کړه:

"له بده مرغه زموږ د څارنوالانو او قاضیانو چې په هېواد کې د عدالت او د قانون د حاکمیت تطبیقوونکې دي، د خوندیتوب په برخه کې لا هم نیمګړتیاوې شته. موږ په تېرو دوو میاشتو کې خپل درې ډیر ښه قاضیان له لاسه ورکړي چې د هېواد دښمنانو شهیدان کړي دي. موږ له دې کبله اندیښنه لرو."

د سترې محکمې رییس وروسته له هغه د عدلي او قضايي مامورینو د خوندیتوب په اړه اندیښه څرګندوي چې د هرات ولایت د استیناف رییس پرون د ناپیژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

سیمه ییز چارواکې وايي چې په پام کې ده د دې وژنې په اړه د څیړنې لپاره موظف پلاوی نن هرات ته ورسیږي.

د اکثرو دې ډول وژنو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی.

سیمه ییز چارواکې وايي چې په پام کې ده د دې وژنې په اړه د څیړنې لپاره موظف پلاوی نن هرات ته ورسیږي.
سیمه ییز چارواکې وايي چې په پام کې ده د دې وژنې په اړه د څیړنې لپاره موظف پلاوی نن هرات ته ورسیږي.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو جرګو غونډې ته په وینا کې د هغو قاضیانو او څارنوالانو د خوندي ساتلو ژمنه وکړه چې وسله وال مخالفین محاکمه کوي:

ښاغلي غني ویلي و:

"زه له هغو قاضیانو او څارنوالانو څخه چې د باغیانو محاکمه یې کړې او د اعدام حکم یې ورکړی، مننه کوم او ډاډ ورکوم چې موږ به د هغو ساتنه وکړو."

په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې پر قاضیانو څو ځلي، په څو ولایتونو کې حملې وشوې چې یا مړه او یا ټپیان شوي دي.

همدا راز په ۱۳۹۲ کال کې د سترې محکمې د دروازې مخې ته د مامورینو د رخصتۍ پرمهال یوې چاودنې ۱۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان کړل.

د دې حملې مسوولیت هم طالبانو منلی و او هغه مهال یې وویل چې د سترې محکمې پر قاضیانو او کار کوونکو حمله د دوی له خوا ترسره شوې ده.

XS
SM
MD
LG