د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ځوانان په بدو کې د نجونو د ورکړې په خلاف مبارزه کوي!


په بدو کې د نجونو ورکړه!

هغه چې عالمان یې د اسلام له نظره ناروا عمل بولي خو په افغاني ټولنه کې روا دی...

هغه دود چې ګناه پلار، ورور یا تره کړې خو بدل یې له یوې بې ګناه لور، خور او یا ورېرې نه اخیستل کیږي. د داسې نجونو ژوند څنګه وي؟ په ځينو سيمو کې دغه دود له منځه وړل شوی او یو شمېر ځوانانو دې ته ورته د ناوړه دودونو د ورکولو لپاره څه هڅې کړي؟ دا تاندې څانګې مو همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

وايي، د جهالت په زمانو کې نجونې ژوندۍ په ګور کېدلې. اوس نجونې ژوندۍ نه په ګور کيږي خو د خسر کور ته د جنازې په څېر ورننویستل کیږي.

وايي، د جهالت په زمانو کې انسان د غلام یا وينځې په نوم په پېسو اخیستل کېده خو اوس یو قاتل ورور، پلار او یا کوم بل عزیز د خپل سر د خوندي ساتلو لپاره خپله لور، خور او یا کومه بله خپله د مقتول کورنۍ ته د (بدو) په نوم داسې ورکوي چې هغوی ورسره د وينځې په څېر چلند کوي او له پلارګنۍ سره د هغې د مړي او ژوندي رابطه پرې کوي. دا نجلۍ ژوندۍ وي خو نه د کور وي او نه د ګور.

ویل کیږي چې پخوا به که چا قتل وکړ نو د مقتول کورنۍ ته به د (ساز) په نوم پېسې ورکړل شوې خو یو وخت په بدو کې د نجلۍ ورکړه پېل شوه.

د نجلۍ ورکړه؟ په څه دلیل؟ د پکتیا ولایت یو قومي مشر حاجی حاکم وايي چې پخوا به که چا یو سړی وواژه نو د مقتول کورنۍ ته به يې د مړي پور چې (ساز) يې باله، ورکړ، قاتل به ډاډه شو چې موضوع حل شوه خو د مقتول کورنۍ به هغه پيسې په کټوه کې ساتلې.

یو وخت به يې د خپل مړي بدل واخیست او هغه اخیستل شوې پېسې به يې بېرته ورکړې. نو هغه وخت سپين ږیري سره کېناستل او دا پرېکړه يې وکړه چې دښمني باید په خېښۍ بدله شي، هماغه و چې په بدو کې یې د نجونو ورکړه رواج وګرځوله.

په یوه سندره کې وايي چې:
ګل په زړه سوری کړم، له ازغو نه څه ګیله ده؟
خپلو په اور وسوم، له پردو نه څه ګيله ده؟

هغه لور چې د کور رحمت بلل کیده، د خپلو له خوا داسې په اور وسوځول شي.
په بدو کې د ورکړل شويو نجونو ژوند څنګه وي؟

د کابل د سروبي اوسېدونکی قاري احمد د خپل ترور زوی کیسه کوي چې د قتل دعوه پرې وشوه او د جرګې د پرېکړې په اساس هغه خپلې درې ورېرې د مقتول کورنۍ ته په بدو کې ورکړي.

دی وايي چې د هغه ورېرې چې چا ته واده شوي دي، عمرونه يې هم زیات دي، اقتصادي مشکلات هم لري، په مړي ژوندي يې هم بندې کړي او ښه چلند نه ورسره کوي.

ښاغلی قاري احمد همدا راز وايي چې ځينې ښې کورنۍ شته چې له داسې نجونو سره بد چلند نه کوي.

یوې محصلې بنفشې په بدو کې د يوې ورکړې شوې نجلۍ کیسې داسې راته کړې:

"یوه هلک یو څوک وژلی و. بیا د کلي سپينږیرو د هغه خور مقابل لوري ته په بدو کې ورکړه. هغې نجلۍ سره د خاوند په کور کې ډېر بد چلند کېده، هغه يې وهله، ټکوله يې، ورته ویل به يې چا زما د زوی د قاتل خور يې، تا ته چې ګورو هغه رایاديږي. د نجلۍ کورنۍ پرې خبرېده خو د هغې دفاع يې نه شوه کولی او ورته ویل يې چې که تا بېرته ترې راولو نو زموږ نارینه وژني. اخر هغې نجلۍ ځان وواژه. زه ډېره خفه شوم چې وګوره، ګناه نارینه وکړي او سزا يې بې ګناه خور، لور او یا ښځه ویني."

متل دی "ځای هغه سوځي چې اور پرې بلیږي". اور په بدو کې د ورکړل شوې نجلۍ په تن بل وي، کورنۍ به يې ښايي ځکه بیا وروسته دفاع نه شي کولی چې د دې په ورکړه يې د یوه نارينه ژوند ژغورل شوی دی.

د پکتیا د یوې کورنۍ د خویندو ورور خان ولي عادل نه غوښتل چې يا يې خور په بدو کې ورکړل شي او یا ده ته څوک په بدو کې راواده شي، خو د ده له کوره يې څو خوېندې په بدو کې ورکړل شوي او څو ورته راوده شوي دي او دی د کليوالو لخوا ځکه له کلي ویستل شوی چې د دغه دود مخنيوی يې کاوه.

ده اوس په کابل کې د دارالمان سړک ته څېرمه خېمه وهلې او د نجونو په بدو کې د ورکړې په خلاف او د دوی د نورو حقونو ددفاع په اړه مبارزه کوي، ښاغلی عادل وايي چې زه به خپله مبارزه تر مرګه جاري ساتم ځکه چې یو څوک باید د نورو د تغير او د بقا لپاره قرباني وکړي.

دی زیاتوي چې که چېرې یو نفر هم د زړه له اخلاصه یو حرکت پېل کړي او د قربانۍ له ورکولو څخه هم درېغ پکې ونه کړي نو خامخا رنګ راوړي.

د قانون نه پلي کېدل، ناامني او د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالی د دې سبب شوی چې په بدو کې د نجونو د ورکړې په څېر ناوړه دودونه لا هم په افغاني ټولنه کې ژوندي پاتې شي.

داسې څه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کابل د سيمه ييز دفتر مشر شمس الله احمدزی وايي او زیاتوي چې د دوی او د ځینو نورو اړوند ادارو په مرسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون جوړ شو او په هغه کې هم په بدو کې د نجونو ورکړه یو غېر قانوني عمل او تر سره کوونکی يې مجرم پېژندل شوی خو دا چې تر اوسه دغه ناوړه دود دوام لري، علت يې د قانون نه تطبيق، ناامني او د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالی دی.

په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنيوي لپاره د راپورته شوي ځوان (خان ولي عادل) له غوښتنو يې يوه د افغانستان له دیني عالمانو دا ده چې په بدو کې د ورکېدوونکي نجلۍ نکاح ځکه جواز نه لري چې د هغې رضا پکې شامله نه وي، نو دوی ته ښايي چې نکاح يې ونه تړي او که تړي یې نو دوی هم په دغه جرم کې شريک دي.

د اسلام له نظره په بدو کې د نجلۍ ورکړه څنګه ده او نکاح يې جواز لري او که نه؟ په دې اړه مې یو افغان دیني عالم او د کابل د پل تخنيک پوهنتون د اسلامي ثقافت استاد سعيدالرحمن احساس پوښتلی دی.

دی وايي چې له بده مرغه د دیني فهم د کمي په وجه ځينې مشران داسې غير شرعي فیصلې کوي چې د بې‌ګناه نجونو ژوند تباه کوي.

ښاغلی احساس وايي چې په اسلام کې د زخم، د قتل او د هر بل جرم جزا معلومه ده او جزا هم باید پر هماغه چا تطبيق شي چې جرم یا جنایت يې کړی دی خو دا چې جرم پلار، ورور یا کاکا کوي او جزا يې لور، خور یا ورېرې ته ورکول کیږي، دا یو ناروا او نامشروع کار دی.

دی زیاتوي چې په بدو کې د ورکړل شوې نجلۍ نکاح تړل هم جایز نه دي، ځکه چې نکاح یو عقد دی او د عقد له شرایطو يې یو د عاقدینو رضایت دی چې له بده مرغه په داسې نکاح کې نه د نجلۍ رضا وي او نه د هلک بلکې د سپين‌ږيرو له خوا پرېکړه کیږي. نو دا عقد اصلاً شرعي نه دی او فاسد دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت معين داعی الحق عابد هم د داسې نجونو د نکاح تړل د اسلام له نظره ناروا او نکاح تړونکی ملا د جرم شريک بولي.

ښاغلی عابد زیاتوي چې دوی په بدو کې د نجونو د ورکړې، په میراث کې ښځو ته د برخې د نه ورکولو، زده کړو ته د نجونو د نه پرېښودلو او ورته نورو ناوړه دودونو د له منځه وړلو او پر وړاندې يې د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره وخت په وخت د ولایتونو او مرکز په کچه سيمينارونه جوړ کړي او کتابونه يې لیکلي دي.

دی وايي، هغه دود چې له کلونو راهیسې په افغاني ټولنه کې شته، له منځه وړل يې وخت نیسي.

څرګنده شوه چې په بدو کې د نجونو ورکړه نه قانوني او نه هم اسلامي اساس لري، دا د شریعت او قانون خلاف یو دود او رواج دی چې په ځينو سيمو کې يې یو شمېر قومي مشران د دوو کورنیو تر منځ د قتل د موضوع د حل لپاره استفاده ترې کوي او ظاهراً ستونزه له منځه وړي.

نو په دې موضوع کې لومړی مخ همدغو قومي مشرانو ته وراړوي او د نېوکې ځای همدوی بلل کیږي، خو اوس ځينې قومي مشران په دې هڅه کې دي چې داسې ناوړه دودونه له منځه یوسي او یوه متبادله لار ورته پېدا کړي چې نه سيخ وسوځي او نه کباب... د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ ښاغلی ولي محمد ځاځی همداسې یو قومي مشر دی چې د خپلې سيمې خلک يې په دې رضا کړي چې په بدو کې د بې ګناه نجلۍ په ځای ځمکه ورکړي.

د مرکو، جرګو په اصطلاح کې ځمکه له ناموس سره مشابه بلل کیږي. دی وايي چې په بدو کې ورکړل شوې نجلۍ سره تاوتريخوالی کیږي او وروسته بیا قومي مشران د مقتول کورنۍ له دې کاره نه شي منع کولی نو ځکه يې دغه متبادله لار ورته ټاکلې ده.

دی وايي نږدې ۵۰ فیصده يې دغه مشکل له منځه وړې، ځايي خلکو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی او هڅه کوي چې دا دود بيخي له منځه یوسي.

ښاغلی ولي ځاځی د خان ولي عادل مبارزه پر ځای بولي او ملاتړ يې کوي، دی وايي چې دوی هم پخپله سيمه کې د ځوانانو کميټې او شوراګانې لري چې د ناوړه دودونو پر ضد ولاړېدو ته يې هڅوي او پخپله سيمه کې يې د ولور کچه له څه باندې نهه سوه زرو افغانیو اوس دوو سوو زرو افغانیو ته راټيټه کړې ده.

ښاغلی ځاځی زیاتوي، لکه دوی چې ځينې داسې ناسم رواجونه د ځوانانو په مرسته له منځه وړي، نورو ځوانانو ته هم ښايي چې ورته کار وکړي.

په دې هیله چې د ښاغلي خان ولي عادل په څېر د ځوانانو مبارزه رنګ راوړي، د خپلو خويندو د حقونو دفاع وکړي او هيڅ ورور بې خوره او هيڅ خور بې وروره نه شي، دا تاندې څانګې همدلته بس کوو. دا خپرونه پر فیسبوک وڅارئ:

http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://Shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG