د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه ضد او نقیضې څرګندونې


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قومانداني وایې، داعش ډله دا مهال په افغانستان کې په اټکلي توګه تر درې زره پورې جنګیالي لري.

د قاطع ملاتړ قوماندانۍ ویاند جنرال چارلز کلیفلنډ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه وویل چې داعش یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې یوه سیمه ییزه معضله ده.

نوموړي همدا رنګه وویل چې افغان ځواکونه روان کال د طالبانو پر وړاندي جګړې کې د پخوا په پرتله په ښه موقف کې دي.

د بهرنیو ځواکونو ویاند په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د روسي چارواکو وروستۍ څرګندونې ردوي.

په وروستیو کې ځینو روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر پر زیاتیدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو ویاند امریکایې جنرال چارلز کلیفلنډ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د دغې ډلې احتمالي شمېر له یو نه تر دریو زرو پورې دی.

هغه زیاته کړه:

"موږ یې په دې شمېر کې نه وینو، ما هم هغه راپورونه لیدلي چې روسي چارواکي وایې لس زره داعشیان به وي، موږ باور لرو چې ښایې د دوی شمېر د یو نه تر درېیو زرو پورې وي، زه پوهیږم چې دا دقیق ارقام نه دي او دا ډېره ستونزمنه ده چې دقیق ارقام درکړو."

د ښاغلي کلیفلنډ په خبره، د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د هوایې حملو په نتیجه کې دغه ډله زیاته ځپل شوې ده.

د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د ویاند په خبره، د ۲۰۱۶ میلادي کال د لومړیو درېیو میاشتو په ترڅ کې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا سل هوایې حملې کړي چې ډېری یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر وړاندي وې.

خو نوموړي د دغو عملیاتو په نتیجه کې د داعش د ډلې د تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل.

ننګرهار او د کونړ او غزنې ولایتونو ځينې برخې هغه سیمې دي چې د جنرال کلیفلنډ په خبره ډغه ډله په کې یا حضور لري او یا هم د هغوی د فعالیت نښې لیدل شوي دي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازې ضمیر کابلوف او ورته نورو روسي چارواکو ویلي و چې داعش ډله په افغانستان کې تر لس زره پورې جنګیالي لري او دغه ډله په پراخېدو ده.

ننګرهار او د کونړ او غزنې ولایتونو ځينې برخې هغه سیمې دي چې دغه ډله په کې یا حضور لري او یا هم د هغوی د فعالیت نښې لیدل شوي دي.
ننګرهار او د کونړ او غزنې ولایتونو ځينې برخې هغه سیمې دي چې دغه ډله په کې یا حضور لري او یا هم د هغوی د فعالیت نښې لیدل شوي دي.

ښاغلي کابلوف په واضح توګه په افغانستان کې د داعش ډله د روسیې د امنیت لپاره ګواښ و باله.

راپورونه د نوموړي په حواله دا هم وایي چې روسیې او طالبانو له داعش سره مبارزې لپاره خپلو کې استخباراتي همکاري کوي چې وروسته بیا هم روسیې او هم طالبانو دا راپورونه رد کړل.

داعش ډله له هغو شپږو وسله والو ډلو څخه یوه ده چې د قاطع ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ په وینا دا مهال په افغانستان کې فعالیت کوي.

خو ددغې قوماندانۍ ویاند وایي چې لا هم طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې ستره مخالفه وسله واله ډله ده.

جنرال کلیفلنډ وړاندې وویل چې افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله په ښه موقف کې دي او په خبره یې دا چې دغو ځواکونو تعرضي حالت خپل کړی نو دا به د روان جنګي موسم په نتیجه کې د دوی په بریالیتوب تمامه شي:

افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله په ښه موقف کې دي
افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله په ښه موقف کې دي

"موږ باور لرو چې له طالبانو سره په مبارزې او د هغوی له موجودیته د ځینو سیمو په تصفیه کولو سره به افغان امنیتي ځواکونه روان کال زیات بریالي و اوسي، دا چې طالبان به بیا هم په افغانستان کې وي او ځينې سیمې به په لاس کې و لري، هو همداسي به وي، خو د روان جنګي موسم په ختمیدو سره موږ باور لرو چې افغان ځواکونه به ښې لاسته راوړنې ولري او د تیر کال په پرتله به د سږ کال په آخره کې په ښه موقف کې وي."

نوموړي وویل چې د دې تر څنګ د افغان ځواکونو تر منځ د همغږۍ زیاتوالی او د افغان هوایې ځواکونو پياوړتیا د دغو ځواکونو د بریالیتوب نور دلایل دي.

خو دا چې آیا افغان ځواکونه به له اوسني ظرفیت او امکاناتو سره وکړای شي له طالبانو، داعش او په دغه هېواد کې مېشتو نورو وسله والو سره جګړه په بریا سره پر مخ یوسي او که څنګه، دا به د وخت په تېرېدو سره معلومه شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG