د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

شېرانى: د ناڅاپي فکر د بيان لپاره مې "دوبنديزه" پيل کړه


شريف شېرانى د ږوب د کسې غره په لمن کې د "ماڼېخوا" کلي اووه ويشت کلن ځوان دى چې پخوا يې يوازې په اردو ژبه ليک کاوه، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په پښتو کې هم په ليکوالۍ ګوتې پورې کړې دي.

د ده غوندې ډېر کم کسان دي چې په ځوانۍ کې دي يې لا د شعر پر ځاى له نثر ليکلو سره مينه زياته وي.

ښاغلي شريف په دې وروستيو کې د "دوه بنديزه" په نامه شاوخوا سل نثرونه ليکلي چې د ده په وينا دا يو بېل ژانر او د ده خپل ايجاد دى.

"دوه بنديزه" څه ده، له نورو نثري ژانرونو سره يې توپير څه دى او د ايجاد اړتيا يې څه وه، د دغو او نورو پوښتنو د ځواب لپاره زموږ همکار بارکوال مياخېل له ښاغلي شريف شېراني سره مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:17:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG